افغانستان

اشرف غني د پاتې څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون فرمان لاسلیک کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غنی» د طالبانو له پنځه زره کسیز لست څخه د پاتې څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون او د مجرمو دولتي منسوبینو د عفوې فرمانونه لاسلیک کړل.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اشرف غني نن د ځانګړو مراسمو په لړ کې داسې مهال چې د جمهوري ریاست مرستیالانو، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس، د ملي امنیت سلاکار، د چارو ادارې عمومي رئیس، د غني دفتر رئیس او د حکومتي مذاکره کوونکي پلاوي رئیس هم  شتون درلود؛ د مجرمو دولتي منسوبینو د عفوې او د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو په اساس د  پاتې طالب بندیانو د خلاصون فرمانونه لاسلیک کړل.

یاد څلور سوه طالب بندیان چې په دې وروستیو کې یې د خلاصون موضوع جنجالي شوې وه، د هغو پنځه زره بندیانو له ډلې دي، چې په دوحه کې طالبانو او امریکا ورباندې توافق کړی او حکومت یې په خلاصولو مکلف شوی.

که څه هم ارګ په دې اړه چې د یادو څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون لړۍ به څه وخت پیل او کله به بشپړېږي؛ څه نه دي ویلي خو طالبانو تر دې وړاندې په بیا، بیا ویلي وو، چې دوی د خپلو پنځه زره بندیانو تر خلاصون وروسته د یوې اوونۍ دننه  بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو دي.

په ورته وخت کې یو شمېر دولتي سرچینې وايي، ښایي د شپږو ورځو دننه په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

بد یی وکړل.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x