افغانستان

کندهار کې د ماین چاودنو له کبله اوولس تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ زمري، ۱۳۹۹ل): د کندهار سیمه ییز چارواکي ددې ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنو له کبله د اوولس ملکیانو د وژلو خبر ورکوي.

دا پېښې پرون مازدیګر او تیره شپه د ارغستان ولسوالۍ په شنه نرۍ او تاجاو سیمو کې رامنځ ته شوي، چې پرمهال یې اوولس تنه مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال بارکزي رسنیو ته ویلي، چې تیره ورځ مازدیګر د ملکي خلکو یو ډاټسن موټر چې له ښار څخه خپل کلي ته روان ؤ، ددې ولسوالۍ په شنه نرۍ سیمه کې د سړک غاړې ماین باندې ختلی او په ترڅ کې یې نهه تنه ملکیان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي، له دغې پېښې درې ساعته وروسته ددې ولسوالۍ په تاجو سیمه کې هم د ملکي پر یو تونس ډوله موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کې اته تنه ملکیان وژل شوي دي.

که څه هم بارکزي ددې پېښو پړه په طالبانو اچولې او زیاتوي، چې طالبانو دغه ماینونه د دولتي عسکرو د په نښه کولو لپاره ایښي وو.

له بل پلوه د سیمې خلک شکایت کوي چې دولتي عسکر او اربکیان دوی په هغو لارو تګ ته په مجبوروي، په کومو لارو چې طالبانو د دولتي عسکرو هدف نیولو په خاطر ماینونه خښ کړي وي او له امله یې ملکي تلفات رامنځ ته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x