ټولنیزه برخه

بیاهم د مېرمنو د حقوقو په باب

عبدالغفار سربڼ

د کومو میرمنو حقوق؟
کوم حقونه بیړني دي؟

د امارت اسلامي د اولې دورې فرمانونه د ښځو د حقوقو په هکله.

د ښځو حقوق یا  د نر اوښځې مسابقه
مېرمنې د نارینه مقلد یا مستقل شخصیت

د پایلی په توګه:

د حقوقو او دندو (وظایفو )انډول
دا د دنیا خلک فقط حقوق لري که دندې هم په قوانینو کې څرګند شوي؟

لیبرالانو او د دموکراسۍ نغاره چیانو د استقلال له اولو ورځو په دموکراسۍ کې دغه د ښځو د حقوقو قضیه نه پوهیږم د چا په تحریک ډيره جدي ونیوله خو په ډیرې خواشینۍ سره چې له دې حقوقو نه د دوی فهم او پوهه  فقط د حجاب څیرول او د ښځو وتل له کور نه  بهر ته بې له دې چی دوی ته کار شتون ولري ,محدوده او محصوره پاتې شوه.

کله چې امان الله له اروپا بیرته کابل ته راغی او په نني سپيدار قصر کې یې د دولت ارکان وروغوښتل او امر یې وکړ چې میرمنې باید مخ لوڅې شي او اول د دولتي مامورانو ښځې باید مخونه لوڅ کړي نو هالته جوته شوه چې د دوی پوهه له حق او د ښځو له ژوند نه څومره ناقص او سطحي ده.

په همدغه  مجلس کې دده ښاروال او نیږدې ملګري چې د تندو افکارو خاوند هم وو عبدالرحمان لودي په باروت مشهور  په شدت  دی تنقید کړ اول یې خپله استعفا وړاندې کړه او بیا یې ورته په تنده لهجه وویل چې زمونږ ښځې په کلیو کې په بدو کې ورکول کیږي او ته د اروپایي میرمنو له پاره قانون جوړوې.

دوی د خوشيو په تپیو دیګ پخوي او ته دوی نه پرتوګ باسې، دا عمل افغانستان پرمخ نه بلکې په شابیایي، ده تا بیا چا چوکۍ ورنه کړه تر څو چې نادر بیا وواژه.

څو ورځې مخکې له سیما سمر د بشر د حقوقو د وزارت وزیره او د همدې ادارې پخوانۍ مشرې سره چا د سولې په هکله مصاحبه کړې وه چې دی ددې سوال په ځواب کې چې د سولې له پاره له کومو خپلو حقوقو نه تیریدی شي  داسی وویل:

هر شی چې رانه وغوښتل شي حاضره یم چې قربان یې کړم خو چاته حق نه ورکوم چې ماته ووايي کوم لباس واغونده او ټکری په سر کړه، حجاب نه منم  داده د يوې په اصطلاح د ښځو د حقوقو د مدعې او مبارزې پوهه او معلومات د افغان ښځې له ستونځو نه او دا ده ددی لید لور د داسې يوې ستونځي د حل له پاره.

پس له دې مقدمې دا خبره باید روښانه شي چې د ښځو اساسي ستونزي کومې دي او کوم قانون باید په بیړنۍ توګه تدوین او تطبیق شي.

خبره داده چې د کومو ښځو له پاره مونږ حقوق غواړو ښار میشتي میرمنې نورې ستونځي او غوښتنې لري، که څه هم کم دي خو بیا ۹۵سلنه ښځې په کلیو کې نورې ستونځي لري، حتی د اسلامي احکامو سره په ټکر کې دي، چا ویل چې زمونږ  ستونځه پدې کې نه ده چې مونږ  مسلمانان یو او اسلام د میرمنو حقوق محدوده کړي بلکه ستونځه په دې کې ده چې قراني او د سنت احکام دلته نه اجراء کيږي، یوه ښار میشته میرمن غواړي پخپله خوښه لباس واغوندي خو کلیواله هماغه درې جوړه لباس لري چې بل انتخاب نه لري خو غواړي چې په بدو کې ورنکړل شي پخپله خوښې او اختیار خاوند غوره کړي،  کله چې کونډه شي د لیور سره په جبر واده نه شي  او هغه حق چې اسلام دې ته له میراث نه ورکړي دی ونه خوړل شي  یا که پلار جګ ولور غوښتل تر مرګه د پلار او ورور کره  بې واده پاتې نه شي  او بیا  کورنۍ ظلم د پلار جبر د ورور او خاوند وهل ټوکل او ظلم نه وي.

خو د ښاري ښځې بیا خیال دادی چې له نارینه سره برابري وکړي، که هغه موټر چلوي یا د باندې کار کړي یا بلې ښځي سره ازاد غږیږي یا هره حرفه چې یې خوښه وي هغه لاس ته راوړي،  میرمن یې هم د برابرۍ تر عنوان لاندې هماغه غواړي نو دلته سوال پیدا کیږي چې دا دموکراتان او تکنوکراتان چاته قانون جوړوي او له امارت اسلامي نه د چا حقوق غواړي، د مطلق اکثریت په کلیو کې که د ځینو مخصوصو قشرونو میرمنو لکه سندر غاړو د سینما  او تلویزیون د کارکونکو  میرمنو یا لکه په اروپا کې د همجنس بازو فیمینیستو ښځو حقوقو مطالبه کوي تر څو په راتلونکي نظام کې ورته قوانین او قواعد جوړ شي دلته دوی له سخت سوال سره مخ دي  تر دا اوسه دوی حتی یو ځل هم د هغې میرمنې خور،  مور، لور چې په بدو کې ورکړل شوې یا کونډه په زور واده شوې…

حق او ستونزو ته چا توجه نه ده کړې خو هره ورځ همدا چیغې دی چی د باندی کار غواړی حجاب  جبری نه غواړی سندرې ویل، ګډا او نڅا غواړي او داسې نور چیرته چې د نارینه له پاره مکتب نه شته دوی مختلط ټولګي د ښځو او نارینه له پاره غواړي.

د غربی ټولنې ښځو ته حقوق تدوینول غواړي که د وروسته پاتې جګړه ځپلي هیواد له پاره ( که ټول افغانستان په وینو لاهو شي خو چې غزاله، عنایت او اریانا سعید له خپلې خیر رسونکې کنسرت او چارو  منع نه شی که نه نعوذ بالله د خدای  قهر نازلیږې استغفرالله)

که یوه ذره اسلامي او انساني عاطفه لا ژوندۍ وي خو پس له پیړیو باید چې د اکثریت او ډیری میرمنو حقوقو ته ارجحیت او اولویت ورکړل شي او که حقیقتا شرعي نظام ټینګ شي، ښځې به هم د ملکیت حق نه، هم به د تعلیم، هم به د میراث، هم به د خاوند د انتخاب هم به د کار له حقوقو برخمن شي، یقیناً د اسلامي فقې په رڼایي کې اوس د هغو فرمانونو نومونه دلته بیانول غواړم چې امارت اسلامي په اوله دوره کې د امیر المومنین ملا محمد عمر رحمه الله په لاسلیک صادر شوی.

دا کار د افغانستان په تاريخ کې بې ساری دی، ددغو فرمانونو په ترڅ کې میرمنې د  قبیلوي جاهلیت له دروند او اوږد جغ نه خلاصې شولې.

زه افسوس کړم چې دا فرمانونه ما په خپل عبارت او صحافت پيدا نه کړل خو د هغو په شتون او اجراء کې هيڅ څوک شک او ریب نه لري، زه یې محتوی او موضوع بیانوم که چیرې کومه کمی په کې و د بخشش وړ مې وګرځوئ.

ان شا الله

۱  فرمان:  هیڅ ښځه په بدو کې ورکول کیدلی نه شي.

۲  فرمان: هیڅ ښځه پرته له خپلې خوښې واده کیدلی نه شي.

۳  فرمان: کونډې په زور  لیور او د خاوند خپلوانو ته  نه شي واده کیدلی.

۴  فرمان: هیڅ کس دا اجازه نه لري چې د خور، مور او نورو ښځينه خپلوانو میراث په رضا یا په جبر سلب کړي او هغوی محروم کړي، هغوی ته باید خپل د میراث حق ورسول شي.

۵  فرمان: د ولور عنعنه او دود باید پریښودل شي او د جګ ولور له امله نارینه بې واده پاتې نه شي او ښځې باید بې میړو د ورور او پلار کور کې زړی نه شي.

کومې باچاهۍ او حکومت په افغانستان کې لا داسې او لا تر اوسه دومره قاطع , انساني حقوق میرمنو ته منلی، البته زه به نه یم خبر  که کیدلی شي ما پري خبر کړئ.

د خواشینی ځای دی چې میرمنې د حقوقو په بهانه په ډيره بیشرمی غولول کیږې دوی ته دا خبره ویل کیږی چی تاسی له نارینه نه کم نه  یاست هر هغه کار چی دوی کولای شی تاسی یی لا بهتره کولای شی که دوی نورو ښځو  سره  ناست او ولاړه کوی دوی یی هم بی له اجازی د نارینه دا باید وکړی که شراب او چرس وهی ښځی هم دا باید حق ولری چی وی کړی  که بیباکه بی حجابه ګرځي دوی هم دا حق لری .هر سخت کار چی نارینه یی کوی ښځي هم باید هغه وکړی  دا د میرمنو او نارینه و د فطرت او بیولؤژي خلاف برداشت دی ډير دی هغه کارونه چی نر یی کولای شی ښځه یی نه شی کولاې او بر عکس مثلا ښځه  کوچنیان زیږولی شی نر یی نه شی کولی  ابن خلدون پخپل کتاب مقدمة تاریخ کی د ښځو او نارینه تر مينځ د کار او فعالیت او مهارت د تقسیم او تخصصی کیدلو ته توجه کړی  او اوږد او مهم اهمیت یی ورکړی دی  . داسی نه ده چی هغه کارونه چی  نارینه یی  په ښه وجه کولی شی میرمنی یی نه شی کولای خو د نارینه مهارت په هغه کی جوت دی او شکاره دی  همداسی ښځی ډیر داسی کارونه ښه اجرا کوی چی نارینه یی نه شی کولای  لکه د کوچنیانو روزل  , نو  د حقوقو د مبادی پر بنا  د حقوقو سرچینه وظیفه ده  .تناسب او انډول د وظایفو او حقوقو  په مینځ کی تل باید مراعات شی کله چی دا تعادل ګډ وډ شی نو بیا ظلم د عدل ځای نیسې  .اوکله چی د یوه حق او دندی بل ته ورکړل شی بیاهم بیعدالتی د عدل جای نیسې.

دوه نارینه هم مساوی حق او دندی نه شی لرلی  بلکه باید عدل د دوی په هکله تطبیق شی   جاهل خلک نه پوهیږې چی مساوات برابری انصاف یوه معنی لری  خو عدل او قسط بله معنی لری او یو شی نه دی  کله چی ویل کیږی ښځي ته هم خپل حقوق ورکړل شی معنای دا نه ده چی دوی سره برابر شی او میرمنی وهڅول شی چی هله له نر نه بیرته پاتی شوی ځان له نر سره مساوی کړه که نه حق دی خوړل کیږې   ډیر دی داسی دندی او حقوق چی میرمنی په هغو کی افضلیت او ګته لری د نارینه په نسبت  نو بیا نران دی را پورته شی او دا دعوا دی وکړی چی دوی له میرمنو سره برابری غواړو .دا فقط د نر او ښځي جنګول دی بل کومه ګته د میرمنو له پاره نه لری. دا عمل له ښځو نه  د نارینه دنباله رو او مقلد جوړوی.

میرمنی مجبوروی چی د نارینه پيښي او تقلید په هر کار کی وکړی. دا ډیر غټ ظلم  دی د ښځو په باب ځکه ښځه هسی هم له سحاره تر  شپی نا وقته په فعالیت بوخته وی نو دا مظلومه بیا لا نورو زیاتو کارونو ته مجبورول غیر انسانی او غیر اسلامی او غیر اخلاقی کار دی.

لیبرال دموکرات او د اسلامی دیانت مخالفین تل د میرمنو د حقوقو له پنجری نه پر اسلام حمله کوی او همیشه داسی ښيي چی دوی ظلم پر ښځو نه شی ځغملی  او هغه حکومتونه پالی او ستایی چی د حجاب رعایت نه کوی  او ښځي ته هاغه ازادی ورکوی چی غربی میرمنی له هغو بر خورداری دی لکه د طلاق او اوهر هغه  بل حق چې نر یې  لري.

ددوی برداشت دادی چی برابری باید سل په سلو کی رعایت شی خو دا هیروی چی دوی میرمنو ته چی یوه هوښیاره او بله کم عقله ده یا بله ښکلی او بیا بله بد رنګه ده په عمل کی برابریدلی نه شی  اوله ډله کمی دندی او ډیر حقوق لری بله ډ له ډیری دندی او لږ حقوق لری  نو دلته بیا څه رنګه دوی خپل د مساوات او انصاف فورمول تطبیقول غواړي.

د نتیجې په ځای:
د میرمنو د حقوقو  د غصب او نقض نغاره هره ورځ د مسلمانانو غوږونه ځوروي، دا غربي سیکولر تکنوکراته ټولی تل دحق په باب ډندوری او تبلیغات چلوی خو یو ځل هم د دندو په هکله ضروری بحث او تحقیق ته زمینه نه برابروی داسی ښکاری چی په غرب کی صرف او فقط هر تبعه او هره میرمن او نارینه حقوق لری او دندی قطعا نه لری په کلونو کلونو دلته همدا ناری دی چی ښځو ته حق ور کړی  نو دا مظلومی فیشنی او مدرنی میرمنی فکر کړی چی دوی اصلا وظایف نه لری نه د پلار او مور او ورور او خور او خاوند په مقابل کی او خصوصا د خپل اولاد په مقابل کې خو فقط حقوق باید ورکړل شي، خو په خولی دوی ته همدا ویل کیږی  په عمل کی پر دوی هم د کور ټول کار  اچول کیږی او هم د کور نه بهر ددوی په لاس پیسی ګتل کیږی او په بدل کی ښځو مظلومو ته فقط  د حجاب نه راوتل او دطلاق حق  ورکول کیږی .دوی نه پوهیږی چی که اوږده موده انسان له مکلفیت او دندو نه فارغ شی نو هغه انسانی خلاقیت اومهارت او ابتکار او استعداد په عمیق خوب  ویده کیدلی شي.

خویندو میندو لورانو میرمنو ځان له دی شیطانی چال نه بچ کړی او فعاله رغنده ژوند غوره کړی.

مسلمانانو ته په بیړنی توګه لازمه ده چی ټول هاغه قوانین دود او دستور  لغو کړی چی د ښځو سپکاوی کوی او هغه له هغو حقوقو محروموی چی قران او سنت یعنی الله ورکړی دی که دا کار ونه شی چی نه دی شوی نو مونږ به ظالمان یو او  الله وایی چی :ان الله لا یحب القوم الظالمین
اسلامی نظام باید د قران حکم تطبیق کړی او له دغی دروغجن تور او پيغور نه مسلمانان وژغوری.

اهدنا الصراط المستقیم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x