بيروت چاودنه؛ د لاريونونو له کبله د لبنان لومړي وزير د کابينې سره استعفا وکړه

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۰ زمری، ۱۳۹۹ل): د لبنان په پلازمينه بيروت کې يوې ساحلي سيمې ته څېرمه ګودام کې د چاودېدونکو ځای پرځای شوي موادو له کبله ستره چاودنه رامنځته شوه چې ۱۶۳ کسان يې ووژل او له ۶ زرو زيات ټپيان شول.

د يادې خونړۍ چاودنې وروسته د لبنان ولس له حکومت د استعفا کولو غوښتنه کوله او په دې لړ کې يې د حکومت ضد لاريونونه پېل کړي وو.

بالاخره د لبنان لومړی وزير حسن دياب اړ شو د خپلې ټولې کابينې سره استعفا وکړي.

ښاغلي حسن دياب د استعفا کولو پرمهال په وينا کې وويل، له تېرو اوه کلونو راهيسې په ساحلي ګودام کې د چاوديدونکو موادو ساتل د چارواکو فساد په ډاګه کوي.

هغه زياته کړه چې چاودنه د همدغې فساد پايله ده، د ريښتيني ولس سره څنګ په څنګ به د چاودنې مسئوولين د قانون منګولو ته سپاري.

د يادونې وړ ده چې د لبنان په پلازمينه بيروت کې د اګست په څلورمه نېټه په يوه ساحلي سيمه کې په يوه ګودام کې په نا امنه توګه د ځای پرځای شوي چاوديدونکي موادو له کبله ستره چاودنه رامنځته شوه چې ۱۶۳ کسان يې ووژل، له ۶ زرو زيات يې ټپيان کړل او شاوخوا ۳۰۰ زره کورنۍ بې کوره شولې.

بل لور ته د بيروت والي په دغه چاودنه کې د مړو شمېر له ۲۰۰ زيات ښيي، هغه زياتوي چې يو شمېر کسان مړه شوي بهرني کاريګر دي چې لا هم لادرکه دي‌.

د رسنيو د راپور له مخې دغه چاودنه تر دې اندازې شديده او خونړۍ وه چې تر ۲۴ کيلو ميترۍ يې د ودانيو شيشې ماتې کړې، او تر ۲۷۰ کيلو ميترۍ يې غږ اوريدل شوی دی.

د چاودنې سختوالی له دې څرګنديږي چې په ياده سيمه کې د چاودنې له کبله الوتلې موټرې د ودانيو دريم پوړ ته غورځېدلي دي.

د لبنان لومړي وزير حسن دياب تائيد کړې وه، چاودنه په هغه ګودام کې وشوه چيرته چې ۲۷۵۰ ټنه امونيم نايټريټ چاوديدونکي مواد په ناخوندي توګه ځای پرځای شوي وو.

بايد وويل شي چې له دې وړاندې د لبنان د اطلاعاتو او چاپيريال وزيرې داميانوس، او له هغې وروسته د‌ عدل او انصاف وزيرې ميري کلاد نجم استعفا کړې وه، چې بالاخره ټول حکومت واک پريښود او اوس به نوی لومړی وزير او کابينه اعلانيږي.