شعـــــرونه

د مظلوم ولس دعا په قبلېدو دي/ مفتون

اکرام الدين مفتون

د مظلوم ولس دعا په قبلېدو دي
د هېواد روان حالات په بدلېدو دي
د خوښۍ د عدل لمر په راختو دی
د وحشت تورې تیارې په ورکېدو دي

د مظلومو ميندو سوي اسویلي به
د سهار د پسرلي نری نسیم  شي
د شهید غوټۍ غوټۍ وینې به ګل کړي
پرې شبنم به تړمې اوښکې د یتیم شي

د جنګونو بدرنګي به کډه  یوسي
په خندا خندا به سپینه سوله راشي
د باروتو زهرجن لوګي به ورک شي
ګران هېواد ته به رنګینه سوله راشي

د دې ناوې به نکریزې  عادت نه وي
دواړه لاس به یې د دښمن په وینو رنګ وي
د بندي یار زولنې به یې بنګړي وي
دا سنګر سنګر هېواد به یې پالنګ وي

د حریت ناوې به رنګ په رنګ سینګار شي
هر ارمان به یې پوره د مئین زړه شي
پس له دې به د تکبیر مستو نعرو کې
یو ملنګ غوندې طالب ته ور واده شي

ټول خواره واره وګړي به راټول شي
افغانان به بیا د یو ګلشن ګلان شي
شرمنده به یې هر قسم دښمنان شي
د نړۍ امام به بیا افغانستان شي

خوشحالي به وي مستي به وي وطن کې
په دې ورځ به کاڼي بوټي هم خندیږي
خو مفتون به یتیمان سینې ته نیسي
او له ډېرې خوشـحالۍ نه به ژړیږي

…ان شآءالله تعالی…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x