ټولنیزه برخه

د واده او ازدواج د اړیکې په هکله د ځینو ځوانانو ناسم تصور

مولوي محبوب شاه ساجد

د پردې کلتور د غلبې ، د بې حیاء فلمونو او سریالونو د کتلو چي دلته یی ځیني مزدوري رسنۍ د ارزښتونو د پایمالولو دپاره خپرو ی ،  نتیجه داده چي ډیري نوري اخلاقي ستونزي یی را منځته کړي دی ، یوه ستونزه دا هم ده چي زموږ ځیني ناخبره ځوانان د واده د اړیکي په هکله ناسم تصور ولري.

دا ناسم تصور څه دي:
متأسفانه زموږ ځیني ځوانان د واده اړیکي ته خورا په سطحي نظر ګوري ، دوي فکر کوي او یا دا فکر د رسنیو له لاري ورکول کیږي چي واده یوازي د جنسي غریزې د سړولو ، شهرت ته د رسیدو ،  د مالدارو او واسطه دارو خلګو سره د شناخت یوه رابطه ده او بس ، حال دا چي د واده قضیه ډیره ستره شرعي ، قانوني ، انساني ، ټولنیزه او اخلاقي اړیکه او قضیه ده.

د واده اړیکه څه ده:
واده د دوو انسانانو او زوجینو(نارینه او ښځینه) تر منځ هغه فطري ، شرعي ، قانوني ، انساني او اخلاقي دوامداره او د ژوند تر پایه اړیکه ده چي اساس او بنسټ یی د زوجینو تر منځ واقعي محبت ، ربښتني دوامداره  مینه ، رحمت ، مودت ، بشپړ متقابل احترام ، امانتداري او د خپلمنځي حقوقو په بشپړ توګه مراعت دي.

دا هغه دایمي ملګرتیا ده چي ټول پټ او ښکاره پکښي شریک وي ، غم ، ښادي ، مالداري او بي وزلي ، لنډه دا چي هر څه به یو ځای ګالل کیږي ، دلته به متقابله دایمي وفاداري او امانتداري موجوده وي.

د نارینه او ښځینه تر منځ واده کول د اسلامي ټولني لومړني ډبره ده چي دا ډبره باید ډیره سنجیده ، ټینګه او د اصولو مطابق کیښودل سي ، چي په پایله کی یی د اصولو او ظوابطو مطابق یوه جوړه ، صالح ، متعهده ، ایمانداره ، مهذبه او منظمه ټولنه را منځته کیږي ، دا اړیکه به د دین د لارښونو مطابق ټینګیږي او د دین د لارښوونو مطابق به تر مرګه دوام مومي ، دا اړیکه به د صالحو اولادونو د زیژون ، د هغوي د سالمي او اسلامي تربیی ، د انساني نسل د ډیرښت او ټولني ته د ایماندارو ، مخلصو ، با علمو ، با اخلاقو اولادونو د وړاندی کولو دپاره وي.

په دغه دایمي اړیکه کی به د زوجینو د پاره دایمي سکون او آرام موجود وي ، کچیري د زوجینو تر منځ تفاهم ، خپلمنځي احترام ، امانتداري او سکون موجود نه وي ، نو دغه اړیکه د یو ناکامه او موقتي قرار داد څخه پرته بل څه نه دي چي هدف یی یوازی یو د بل څخه د جنسي ګټي اخیستني او هوس رانۍ څخه پرته بل څه نه دي.

ګرانو ځوانانو!
د شکه پرته د واده په اړیکه کی په مشروع طریقه جنسي غریزه هم خړوبیږي چي اجر او ثواب هم د ځان سره لري ، مګر د واده ټول هدف ، دار ومدار یوازي د جنسي ګټه اخیستني پر محور نه را څرخي ، څوک چي د واده سپیڅلي او دایمي اړیکي ته یوازی په دغه محدود نظر ګوري ، هغوي د خپل ژوند جوړه ته نور اهمیت نه ور کوي ، حتي خیانت هم کوي ، په ژوند کی یی سکون او اطمنان موجود نه وي.
نو!
– د اسلام له نظره د واده په فلسفه ځان پوه کړئ!
– په انتخاب کي شرعي معیار په نظر کي ونیسئ!
– په انتخاب کي د احساساتو او عواطفو پر ځای د عقلمندۍ څخه کار واخلئ!
– د مشرانو ، علماوو ، پوهانو د تجربو څخه کار واخلئ!
– خپله خوښې او انتخاب ستاسو شرعي ، قانوني او انساني حق دي ، خو مشوره حتما وکړئ!
– پام کوئ ، ډیر احتیاط کوئ ډیر زیات  چي د ژوند د ملګري سره خیانت ونه کړئ او د هغه\هغې څخه پرته بل چاته و نه ګورئ ، مینه ، محبت او عشق باید یوازي ستاسو تر منځ وي او بس.
دلته به نو د ژوند څخه حقیقي خوند واخلئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x