افغانستان

د بادغیس وکیل: بالامرغاب کې کنډک د طالبانو له لوري محاصره دي؛ خو عسکر هاوانونه پر عامو خلګو غورځوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ زمري، ۱۳۹۹ل): په ولسي جرګه کې د بادغیس د خلګو استازي وایي، ددې ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو د یوه محاصره کنډک له لوري هره ورځ د عامو وګړو په کورونو هاوانونه ویشتل کېږي، چې له امله یې یوازې تېره اوونۍ کې څوارلس ولسي وګړي وژل شوي.

اطلاعات روز ورځپاڼې د بادغیس د استازي «ضیاء الدین اکازي» له خولې لیکلي، چې په بالامرغاب ولسوالۍ کې یوازې تېره اوونۍ نږدې پنځوس تنه ولسي وګړو ته د هغو هاوانونو د لګېدو له امله مرګ ژوبله اوښتې چې په سیمه کې د دولتي عسکرو د یوه کنډک له لوري ویشتل کېږي.

د اکازي له قوله، د دولتي عسکرو له لوري ولس ته د اوښتونکو تلفاتو زیاتوالي د حکومت او ولس تر منځ فاصله زیاته کړې.

په ورته وخت کې د بادغیس د ولایتي شورا رییس «عبدالعزیز بیګ» وایي، چې د بالامرغاب ولسوالۍ ټولې سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او د دولتي عسکرو یو کنډک له تېر یو کال راپدېخوا د طالبانو تر سختې محاصرې لاندې دی «پولیس، کمانډویان،ملي اردو او د ځانګړو قطعاتو نږدې ۳۰۰ ځواکونه د کنډک دننه په ۴۰۰ متره ساحه کې ځای په ځای  او د طالبانو له لوري تر سختې محاصرې لاندې دي، که کومک ورته ونه رسېږي جدي مشکل به پېښ شي.»

عبدالعزیز اندېښنه ښيي، چې طالبانو تر دې وړاندې هم قرارګاوو او نظامي بیسونو ته تونلونه ایستلي؛ نو ښایي یاد کنډک ته هم په یوه تونل کې د چاودېدونکو توکو تر یو ځای کولو وروسته چاودنه وکړي.

ضیاء الدین اکازی بیا له طالبانو سره د پرمختللو وسلو شتون اندېښمن کړی او د کنډک ضعیف حالت ته په کېدو ویره لري، چې کنډک به سقوط او طالبان به ان د مرکز «قلعه نو» تر دروازو ورسېږي.

د اکازي په خبره، د دولتي عسکرو د بد وضعیت یې په اړه په بیا، بیا له دولتي امنیتي چارواکو سره خبرې وکړې؛ خو هغوی ورته اهمیت ورنکړ.

په ورته وخت کې د دفاع وزارت ویاند «فواد امان» بیا د وکیلانو څرګندونې ردوي، او ادعا کوي، دولتي ځواکونه په لوړه حوصله جګړه کوي او د کال په اوږدو کې يې طالبانو ته درانه تلفات هم اړولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx