افغانستان

بادغیس: د «ملکي تلفاتو» غبرګون کې خلکو د ترکمنستان د وارداتي برېښنا د پرېکولو غوښتنه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ زمري، ۱۳۹۹ل): د بادغیس ولایت د بالامرغاب او سنګ آتش ولسونو د ملکي تلفاتو په غبرګون کې له طالبانو غوښتي چې په دې ولایت کې په حکومتي ادارو د ترکمنستان وارداتي برېښنا قطع کړي.

له تیرو څو اونیو راهیسې دولتي ځواکونه د بادغیس په بالامرغاب او سنګ آتش ولسوالیو کې د خلکو په کورونو د ډیسي توپونو او هاوانونو ډزې کوي، چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

ددې بریدونو په غبرګون پرون(دوشنبه) او وړمه ورځ (یکشنبه) د بالامرغاب او سنګ آتش ولسونو د دولتي عسکرو پر ضد لاریون ترسره کړ او د لاریون پرمهال یې د دولتي عسکرو پرضد په داسې حال کې نارې ووهلې چې د وژل شوو او ټپي شوو ماشومانو، ښځو او نورو ملکیانو انځورونه یې له ځانونو سره لیږدول.

لاریونوالو د دولتي عسکرو لخوا د دوی په کلیو او کورنو د درنو وسلو او توپونو بریدونه وغندل او د زر تر زره بندولو غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه د خپاره شوي خبر له مخې لاریونوالو د طالبانو له سیمه ییزو مسئولینو غوښتنه کړې، چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر په مرکز قلعه نو او نورو دولتي مراکزو د ترکمنستان وارداتي برېښنا او لارې قطع کړي: «همداراز مظاهره چیانو دمجاهدینو له مسولینو څخه غوښتي ترڅو له ترکمنستان نه دراغلي بریښنا او دهمدي ولایت پر مرکز قلعه نو اونور حکومتي مرکزونو لاري قطع کړي ترڅو ګوډاګیان له خپلو دې وحشتونو نه لاس په سر شوي نه وي .»

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د بادغیس ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د دولتي عسکرو لخوا د خلکو په کورونو د توپونو او درنو وسلو بریدونه زیات شوي، چې له امله یې د ځاني زیانونو ترڅنګ ګڼ خلک د خپلو کورونو پرېښودلو ته هم اړ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

د بالا مرغاب او سنګ آتش د خلکو غوښتنه په حقه ده د نظامي مرکزونو ددغه جنایت په بدل کې باید چې برق اوبه او د اکمالاتو لار په بندې شې تر څو تيښتې ته مجبور شي یا له دغه ناوړه کار لاس واخلي په کار ده چې همدا کار ټولو افغانستان کې هغو عسکري مراکزو سره وشي کوم چې همداسې ړانده توپچي ډزې کوي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx