افغانستان

د ټرمپ د وینا پرمهال سپینې ماڼۍ کې ډ‌زې شوي او ټرمپ خوندي ځای ته لیږدول شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ زمري، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته له هغه خپله وینا قطع کړې او یو خوندي ځای کې پټ شوی، چې د یو خبري کانفرانس پرمهال هلته ډزې شوي دي.

د «این بي سي این» خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې یوې خبري ناستې ته وینا کوله، چې د پټو خدماتو یو افسر ور ننوتلو او له هغه یې وغوښتل چې وینا بنده کړي او خوندي ځای کې ځان پټ کړي.

دا پېښه د امریکا په وخت د دوشنبې په ورځ(۲۰ زمري) رامنځ ته شوې او ویل کیږي چې د سپینې ماڼۍ د پټو خدماتو یو افسر په یو شکمن بریدګر ډزې کړي او هغه یې ټپي کړی دی.

له لسو دقیقو پټېدو وروسته ټرمپ بیرته خبري کانفرانس کې راڅرګند شوی او ویلي یې دي، چې شکمن کس له ویشتلو وروسته روغتون ته انتقال شوی او پرته له هغه څخه بل هیڅ چا ته زیان اووښتی نه دی.

امریکايي رسنیو او چارواکو تراوسه ددغه پېښ شوي ګواښ د کچې او نوعیت په اړوند جزیات نه دي خپاره کړي؛ خو په سپینې ماڼۍ کې تردې وړاندې ورته امنیتي پېښې رامنځ ته شوي، چې له امله یې ټرمپ د خپل ځان ژغورلو تدابیرو پاملرنه زیاته کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

داسی ښکاری چی د امریکې دبدبه او هیمنه ورځ تر بلی د غولو رنګ او بوی او خوند اخلی.
د تفرعن د آبرو! او عزت! لیلامېده یو بدلون نه منونکی سُنت دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx