افغانستان

لغمان کې ۱۵ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ زمري، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د دولتي عسکرو او منسوبینو د تسلیمۍ په سلسله کې ۱۵ تنه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره کې د خپاره شوي خبر له مخې یاده شمېره دولتي عسکر، پولیس او اربکیانو د لغمان ولایت په مرکز او علینګار ولسوالیو کې د طالبانو مشر شیخ هبة الله اخندزاده د عامې بښنې له فرمان څخه په استفادې ورته تسلیم شوي:

«د لغمان ولایت په مرکز او علینګار ولسوالۍ کې د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو په زیار او د حقیقتونو د درک په نتیجه کې د مزدوري ادارې ۱۵ تنه چې په مختلفو برخو کې یې دنده ترسره کوله د امیرالمؤمنین د عفوي له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې د مجاهدینو لخوا یې هرکلی وشو.»

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ لړۍ چټکه شوې، تیره میاشت هم شاوخوا نهه سوه دولتي عسکر دولتي طالبانو ته تسلیم شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x