افغانستانسولې اړوند خبرونه

ناټو د طالب بندیانو له خلاصون هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ زمري، ۱۳۹۹ل): د ناټو سازمان عمومي منشي «ینس سټولټنبرګ» د اشرف غني له لوري د پاتې څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون د فرمان له لاسلیکولو هرکلی کړی او  بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلېدو هیله یې کړې.

د مصالحې شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ینس دغه څرګندونې د کابل حکومت د مصالحې شورا له رییس «عبدالله عبدالله» سره په تلیفوني خبرو کې کړې.

نوموړي ویلي، چې د مشورتي لویې جرګې ټولو غړو د جګړې د ختمېدو او د سولې  پروسې په وړاندې د خنډونو د لیري کېدو په موخه د طالب زندانیانو له خلاصون ملاتړ وکړ او اوس د افغانستان خلګ تمه لري، چې د بین الافغاني مذاکراتو په پیلېدو سره د سولې تامین ته لاره هواره کړل شي.

د خبرپاڼې په بنسټ، عبدالله ینس ته ډاډ ورکړی، چې د «افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي ټیم» خبرو ته اماده دی.

یاده دې وي، چې تېره ورځ د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د طالبانو له پنځه زره کسیز لست څخه د پاتې طالب بندیانو د خلاصون حکم لاسلیک کړ.

که څه تر دې دمه د یادو بندیانو د خلاصون لړۍ پیل شوې نه ده؛ خو داسې تمې شته چې دا لړۍ په نږدې وخت کې پيل او په اساس یې د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلېدو ته لاره هواره شي.

طالبانو تر دې وړاندې په بیا، بیا ویلي و چې له لست سره سم د خپلو پنځه زره بندیانو تر خلاصېدو وروسته تیار دي د یوې اوونۍ دننه له ټولو افغان جهتونو سره مذاکراتو ته کېني.

په ورته وخت کې یو شمېر دولتي سرچینې وایي، ښایي راتلونکو شپږو ورځو کې له کابله مذاکراتي ټیم دوحې ته ولاړ شي او هلته له طالبانو سره خبرو ته کېني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx