افغانستان

کابینې په ښوونځیو کې د حضوري زده کړو د پیل طرحه تصویب کړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت کابینې د کرونا له امله تړل شویو ښوونځیو کې د حضوري زده کړو د بیا پيل طرحه تصویب کړه.

دغه طرحه تېره ورځ د اشرف غني په مشرۍ د کابینې په رابلل شوې غونډه کې تصویب شوې.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې تصویب شوې طرحې په اساس دولتي ښوونځي له لسم ټولګي تر دوولسم، شپني ښوونځي له اووم تر دوولسم، او خصوصي ښوونځي له لومړي ټولګي تر دوولسم پورې؛ د حضوري زده کړو بهیر پیلولای شي.

د خبرپاڼې په بنسټ، دغه پرېکړه به د وږي له لومړۍ نېټې وروسته د تطبیق وړ وي.

یاده دې وي، چې له تېرو څو میاشتو راپدېخوا هیواد کې زیاتره تعلیمې ادارې د کرونا له ناوړه اغېزو څخه د خوندیتوب په پلمه تړل شوې وې؛ خو د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ټول تعلیمي مرکزونه فعال وو.

کابو یوه اوونۍ وړاندې کابینې  هم په پوهنتونونو کې د روغتیایي اصولو په پام کې نیولو په شرط د حضوري زده کړو د پیل اجازه ورکړه او له پوهنې وزارت څخه یې وغوښتل چې د ښوونځیو لپاره بېله طرحه جوړه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx