شعـــــرونه

د تورو شپو مزلونو کې ډیوه درسره واخله/الفت جان

الفت جان

د تورو شپو مزلونو کې ډیوه درسره واخله
د ژوند په هـره لاره کې نیزه درسره واخله

ای پام چې دخپل رب په لوري ځې خالي ور نشې
ډالۍ کې د خپل تن وینه تحفه درسره واخله

جانانه د جانان خواته چې ځي دا خبر واوره
په زړه کې خاماخا مینه خوږه درسره واخله

ځار داسي نه دښمن درته یو لوی پلان وي جوړ کړی
لالیه ګام پرګام ټوپک چانټه درسره واخله

هو شته پکښې تیارې د وحشتو مسلمه وروره
لحد ته د اعمالو سرمایه درسره واخله

الفته که بریا غواړي دحشر په میدان کې
له ځان سره د رب مینه پخه درسره واخله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x