دیني، سیرت او تاریخ

له ميرمنې سره د کوروالي يا جماع اداب

مولوي عبدالهادي حماد

تر هر څه مخکي ستاسو څخه ډېره  بخښه غواړم، حیاء هم ډېر زور را باندي وکړئ، چي لاندي لیکنه مي کول بلکي د زړه په زور مي لیکنه وکړه پوښتونکي یې بیخي ډېر وه او ځیني مسئلې پکښي ډېري مهمي وي که یو ځای ځیني خبري سپیني سوي وي هیله ده په خپله بزرګوارۍ ماته بخښه وکړئ.

د کوروالي مقصد:
رسول الله صلی الله علیه وسلم د جماع یا کوروالي لپاره په زړه پوري او پوره ډول هدایات کړي که یې څوک عملي کړي نو د یوه اړخه به یې کامل لذت او خوند لاسته راوړی وي او د بله اړخه، چي اصلا جماع د کوم مقصد لپاره ده هغه مقصد به یې لاسته راوړی وي.

جماع کول اصلا د درو مقاصدو لپاره کیږي:
۱:  د نسل حفاظت.
۲: د بدن څخه دهغو اوبو ایستل، چي په بدن کي یې پاتېدل نقصان رسوي.
۳: لذت او خوند لاسته راوړل، د یوه لوی نعمت څخه لذت او خوند حاصول.
البته دا مقاصد هغه وخت  لاسته راوړل کېدای سي، چي د جماع اداب زده کړل سي او عملي کړل سي.

د_جماع ادآب په لاندي ډول دي:
۱: لومړی داچي نیت به دي صحیح وي یعني داچي نیت به دي دا وي چي زه د خپلي مېرمني سره جماع کوم   ثواب لري ، همدا ډول نیت به دي دا وي، چي په دې کار سره زه ځان او خپله مېرمن له حرامو را ګرځوم، په دې کار سره غواړم د نسل ډېرښت وکړم، چي بیا د هر فرد په ژوند کولو کي زما لپاره ثوابونه سي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
ستاسو د خپلي مېرمني سره په جماع کولو کي صدقه ده، صحابوو پوښتنه وکړه چي که څوک جماع د خپل شهوت پوره کولو لپاره کوي بیا هم ثواب پکښي سته؟ رسول الله صلی الله علیه وفرمایل: …چي څوک د روا لاري شهوت پوره کوي (خامخا) ثواب لري.
(رواه مسلم: ۷۲۰)

۲: دوهم ادب دادئ، چي تر جماع مخکي به د خپلي مېرمني سره  د میني او ناز خبري کوې، ، بازۍ به ورسره کوې یعني داچي د مېرمني په اندامونو لاس وهل او ځانته په ناز را نژدې کول ،  همدا ډول مچي ځني  اخستل  دجماع له ادابو څخه دي.

ددغه ادب د ثبوت لپاره  درې دلایل سته:
الف: رسول الله صلی الله علیه وسلم همداسي کړي دي.

ب: ښځي فطرتا داسي جوړي دي، چي د نارینه پر ناز ورکولو ډېر خوند اخلي، همدا ډول د خاوند مچي اخستل او د ميني او اظهار ورته کول دښځي په خوښو کارونو کي راځي، ډېر خوند ورباندي اخلي او ډېره په خوشحاله کیږي، که نارینه د خپلي مېرمني په بدن د شوق او ميني په ډول لاس وهي دښځي د خپل خاوند سره محبت  ډېريږي او هم خوند ورباندي اخلي.

ج: درېیم دلیل دادئ، چي کوم لذت، چي په جماع کولو کي دئ په هغه کي ډېرښت راځي.

۳: تر جماع کولو مخکي به لاندي دعا وايي:
بسم الله اللهم جنبنا الشيطان وجنب الشيطان ما رزقتنا
رسول الله صلی الله علیه فرمايي:
که چا تر جماع مخکي پورتنۍ دعا وویل او بیا الله جل جلاله ورته اولاد ورکړ، شیطان به د ابد لپاره تاوان ور ونه رسوي.
رواه البخاري 9/187

۴:  د خپلي مېرمني سره جماع کول د مخ له خوا هم جایز دي او د شا له خوا هم جایز دي، په دې شرط چي جماع په فرج کي وکړي یعني د اولاد دزېږد په ځای کي ځکه الله تعالی جل جلاله فرمايي:
( نساؤكم حرث لكم فأتوا حرثكم أنى شئتم ) .
ښځي ستاسو کښت دئ ، خپل کښت ته له هغه لوري راسئ  (یعني جماع ورسره وکړئ)، چي ستاسو خوښه وي.

په یوه روایت کي راځي، چي یهودیانو به ویل: که یو څوک د خپلي مېرمني سره د شا له خوا د مخ په فرج کي جماع وکړي بچی به یې کوږ سترګی وي.

الله جل جلاله پورتنی ایت نازل کړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په تفسیر کي وفرمايل، چي تاسو د خپلي مېرمني په فرج کي جماع کولای سئ که د مخ له خوا وي که د شا له خوا وي.
رواه البخاري 8/154 ومسلم 4/156

۵: د خپلي مېرمني سره به نزدېک د شا په طرف کي نه کوې یعني فرج نه ،  بلکي  هغه بله لار  به د نزدیک لپاره نه استعمالوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه کس ملعون بللی دئ، چي دښځي سره په دبر  کي نزدېکت کوي (یعني د غائطه موادو د را وتلو په ځای کي نزديکت کوي)

رواه ابن عدي 211/1
مسئله: په عامو خلکو کي مشهوره ده، چي که چا د خپلي مېرمني سره د شا له خوا په دبر کي نژدېک وکړ، ښځه ورباندي طلاقیږي، داسي نه ده بلکي  طلاق نه راځي خو ګناه ده باید استغفار ووايي.

د لا روښانتیا لپاره باید ووایو، چي دښځي سره په فرج کي د شا له خوا نژدېک جایز دئ او په دبر کي نا جایز دئ.

۶: که څوک د خپلي مېرمني سره جماع وکړي ، دوهم ځل یې بیا اراده سي نو اودس تازه کول مستحب کار دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
کله ، چي یو څوک جماع وکړي بیا یې اراده سي نو اودس دي تازه کړي ځکه په دوهم ځلي کي ښه خوشالي راوستونکی کار دئ.
رواه مسلم 1/171

۷: په لاندي حالاتو کي به خاوند او مېرمن دواړه ضرور غسل کوي یعني غسل ورباندي واجب دئ:

الف: کله ، چي د خاوند ذکر د مېرمني په فرج کي داخل سي که څه هم انزال نه وي راغلی غسل واجب دی.
بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع:1\36

ب: کله ، چي خاوند یا مېرمن د بازیو په وخت کي انزال سي، که څه هم د نارینه ذکر دښځي په فرج کي داخل سوی نه وي بیا هم غسل واجب دئ  البته پر هغه یوه باندي ، چي انزال سوی دئ.
بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع:1\36

ج: کله ، چي د خاوند ذکر د مېرمني په فرج کي داخل سي  او بیا یو یا دواړه انزال سي غسل پر دواړو واجب دئ.
بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع:1\36

مسئله:
خاوند او مېرمن کولای سي، چي په یوه غسل خانه کي په یوه وخت کي غسل وکړي.

عایشه بي بي رضي الله عنها فرمايي:
ما او رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ځای د یوه لوښي څخه دجنابت غسل کاوه، تر داسي اندازې، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم اوبه چابکي استعمالولې، ما ورته وویل: ماته یو څه راپریږده، ماته یو څه راپریږده!
رواه البخاري ومسلم

مسئله:
د خپلي مېرمني سره تر جماع وروسته دستي غسل لازم نه د ئ بلکي کولای سي، چي بیده سي سهار دومره قدر وختي  پورته کېدل ضرور دي، چي غسل وکړي او جماعت ځني تېر نه سي.  البته که د خوب لپاره اودس تازه کړي ښه کار دئ.
درر الحکام:۱\۵۷

۸: ښځه ، چي په میاشتنۍ ناروغي کي وي جماع ورسره کول حرامي دي، که خدای مه کړه یو څوک په دې کار کي واقع سي نو استغفار دي ووايي او یو دینار یا نیم دینار دي خیرات کړي.
بحر:1\207

مسئله:
خاوند کولای سي، چي د ښځي د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال د فرج پرته یې پر نور بدن باندي خوند حاصل کړي یا  هم دښځي دفرج پرته خپل ذکر د ښځي پر کوم بل اندام باندي په موږلو سره ځان انزال کړي.
ردمحتار:۱\۲۹۸

عایشة بی بي رضي الله عنها فرمايي: په موږ بیبیانو کي ، چي به کومه یوه حایضه وه رسول الله صلی الله علیه وسلم به امر وکړ، چي لنګ دي ووهي (ټوکر دي واچوي) بیا دي د خپل خاوند څنګ ته پریوزي.

یادونه:
د اسلام تر راتګ مخکي کافرانو د هغه ښځي د لاس خواړه حرام بلل ، چي په میاشتنۍ ناروغي کي به وه او دغه ښځه به یې د کورنۍ د غړو څخه جلا کول، ګوزاره ورسره کول یې ناجایز بلل یوازي به اوسېدل بلکي دا به یې په دغه وخت کي نجسه بلل، د اسلام د مبارک دین په راتګ سره ددوی ناروا رواجونه  له منځه ولاړه، بلکي نارینه که په جنابت کي وي ناوړي او خوله یې پاکه ده، پسخورده یې پاکه ده، همدا ډول ښځه که په میاشتنۍ ناروغي کي وي یا په جنابت کي وي شیدې یې پاکي دي، ناوړي یې پاکي دي، خوله یې پاکه ده پسخورده یې پاکه ده، د لاس خواړه یې پاک دي ، بود او باش د پاکو انسانانو په څېر ورسره جایز دئ.

۹: یو سړی کولای سي، چي د خپلي مېرمني سره د جماع کولو په پای کي ځان د باندي انزال کړي یعني داچي کله د انزال وخت راسي، خاوند د خپلي مېرمني له فرج څخه خپل ذکر وباسي دباندي یې مني د ذکر څخه ووزي. یا داچي داسي اسباب استعمال کړي، چي دده مني  د مېرمني په رحم کي توی نه سي او یا داسي دوا استعمال کړي ، چي مني یې په رحم کي توی سي خو اولاد صورت نه ونیسي.
ردمحتار،ج:۳، ص: ۱۷۵

۱۰: پر خاوند او ښځي دواړو باندي لازمه ده، چي د کوروالي او نژدېک خپل منځي رازونه هیچا ته ونه وايي، دغه کار کول یعني داچي نارینه د خپل کوروالي حال کوم چا ته بیانوي یا یې ښځي بیناوي لویه ګناه  ده متاسفانه، په ځینو ښځو کي دغه عمل سته پوه کول یې پکار دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: دقیامت په ورځ به د الله جل جلاله په نزد  هغه سړی ډېر بد وي او ډېر بد مقام به یې وي، چي د کوروالي یا جماع رازونه نورو ته وايي.
رواه مسلم 4/157 .

په بل روایت کي راځي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: کوم نارینه یا ښځه ، چي د خپلي مېرمني سره د جماعو یا د خپل خاوند سره د جماع حال بیانوي دهغه شیطان او شیطاني په مثال دئ، چي په لار کي جماع کوي او خلک ورته ګوري…الحدیث.
رواه أبوداود برقم 1/339

مسئله:
ځیني دواوي ددې لپاره استعمالیږي، چي د ژر انزالېدو مخه ونیسي ددغسي دواوو استعمال په دوه شرطه جایز دئ:
الف: داچي انسان ته به ضرر نه رسوي
ب: حرام شیان به په ګډ سوي نه وي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
اې د الله جل جلاله بندګانو دواي کوئ، الله جل جلاله په یقیني ډول هر مرض ته علاج پیدا کړی دئ.
رواه اصحاب السنن.

۱۱: داسي ځای جماع  کول پکار دي، چي خلک یې نه ويني.

۱۲: تر جماع مخکي خوشبويي لګول ښه کار دئ.

۱۳: کله، چي خاوند خپل خوند او لذت پوره کړي نو تر هغه مهاله دي د خپل ذکر د ښځي له فرجه نه باسي تر څو دهغې خواهش پوره سوی نه وي.

مسئله:
د ښځي عورت مچول او يا هم دنارینه عورت مچول په شريعت کي يې کومه منع نه ده راغلې نو په دې لحاظ کبيره ګناه نه ده البته علماء کرام فرمايي:،چي دياد کار څخه سالم طبيعت کرکه کوي او دمردانه توب څخه مخالف کار دئ ځکه
نو دې کار ته مکروه ويل سوي دي.

۱۴: ځیني علماوو فرمايلي دي، چي ښځه او خاوند به یو دبله عورت ته نه سره ګوري په سند کي یو حدیث پیشوي البته ځیني علماوو هغه حدیث ضعیف بللی دئ دا یې فرمايلي دي، چي ښځه د خاوند او خاوند د ښځي عورت ته کتلای سي آن تردې، چي ځیني یې کتل ښه بللي دي ځکه، چي په دې کار سره شهوت زیاتیږي.
والله اعلم
فایده:
په طب النبوي صفحه: ۲۴۹ کي  لیکلي دي: که څوک غواړي خپل صحت وساتي نو جماع کول هم دصحت ساتلو د اسبابو څخه دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د ګران او محترم ورور حماد صیب د ښکلی لیکنی څخه په مننی سره:
ما دوه ځلی د پورته لیکنی په باب یوه تقریباً اوږده تبصره ولیکله خو د وروستۍ کرښی د لیکلو د ختمېدو څخه څو ثانئې مخکی دا تبصره ورکه او اصلی صفحه واوښتله چی په بیرته موندلو ئې بریالی نه سوم. د دریم ځل لیکلو د زحمت د احتمالی عبث کېدو د مخنیوی پخاطر او همدارنګه د حوصلې د نه شتون له وجی به خپله تبصره کومه بله ورځ ولیکم.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x