لیکنېنظــر

د بخښنې لار ونيسئ!

محمد يعقوب نائل

دا چې په گران ټاټوبي (افغانستان) کې د سولې فضاء مخ په جوړېدو ده، ډېر هېوادوال ورته سترگې په لار دي او د خپلو ارمانونو د پوره کېدو هيلې يې راټوکېدلي دي، په داسې وخت کې ښکېلو اړخونو ته څه کول پکار دي؟ او موږ عام ولس ته څه کول پکار دي؟

د ښکېلو اړخونو څخه هيله ده چې د الله تعالی دا ښکلی کلام په نظر کې ونيسي : «خُذِ الْعَفْوَ» {سورة الأعراف:199}.
ژباړه : د بخښنې لار ونيسه!

اې وروڼو!
ايا ممکنه ده چې يو سړی دي په يو وخت کې ښه پلار وي، د يوې پاک لمنې مېرمنې لپاره دي د ژوند ښه ملگری وي او د يو گاونډي لپاره دي ښه گاونډ هم وي، يعنې د ښه والي ټول صفتونه دي پکې موجود وي؟

تاسو ته معلوميږي، کېدی شي چې يو کس د ملگرو سره ښه ملگري پالي، خو د خپلې مېرمنې سره تل بد اخلاقي کوي يا د مېرمنې سره ښه چلند کوي، خو گاونډۍ يې ترې شکايت کوي، ملگرو يې ترې ښه ورځ نه وي ليدلې.

کېدی شي ځينې کسان داسې وي چې په هر ډگر کې کامياب وي، ملگرتيا هم ښه پالي، د خپلو بچيانو لپاره داسې پلار وي چې د پلارتوب ټول حقونه يې ادا کړي وي، د گاونډ سره يې ټول عمر داسې تېر کړی وي چې يوه گيله هم ترې ونه لري.
داسې اخلاق درلودل د الله تعالی له لورې لوی فضل او ستر نعمت دی چې ډېر کم خلک يې پرې برخمن کړي دي، خو د دغسې خلکو لپاره خوشحالي ده، ځکه چې دی الله تعالی ته نزدې دی، څوک چې الله تعالی ته نزدې شي هغه کامياب دی.

الله تعالی فرمايي : « وَلَا يَأْتَلِ أُوْلُوا الْفَضْلِ مِنكُمْ‏ ‏وَالسَّعَةِ أَن يُؤْتُوا أُوْلِي الْقُرْبَى وَالْمَسَاكِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ فِي‏ ‏سَبِيلِ اللَّهِ وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا أَلَا تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ‏ ‏وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ» {سورة النور : 22}.

ژباړه : او له تاسې څخه چې څوک د فضيلت او پراخۍ څښتنان دي، هغوی دي داسې قسم نه کوي چې د خپلوانو، مسکينانو او د الله تعالی د لارې مهاجرو سره به مرسته نه کوي، هغوی دي بخښنه او تېرېدنه وکړي، ايا تاسو نه خوښوئ چې الله تعالی درته بخښنه وکړي؟ او الله تعالی خو ډېر بخښونکی مهربان ذات دی.

ابو بکر –رضي الله عنه – ددې ايت په اورېدو سره وويل : (ولې نه؟ اې لوی ذاته! ستا له لورې مي بخښنه خوښه ده).

څوک چې غواړي الله تعالی ورته بخښنه وکړي، هغه دي نورو ته بخښنه وکړي.

بل ځای الله تعالی فرمايي : « وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ إِنَّ ذَلِكَ لَمِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ‏ ‏{سورة الشورٰی : 43}».
ژباړه : او څوک چې صبر کوي او بخښنه کوي، يقينا دا د همت له کارونو څخه دي.

د عبد الله بن مسعود –رضي الله عنه – سره څه روپۍ وې، په بازار کې ولاړ و چې غل يې له لاسه روپۍ وتښتولې، هغه ورته ښېرا وکړه چې الله تعالی دي يې لاس مات کړي، مغزۍ دي يې مات شي! چا ورته وويل : د محمد (صلی الله عليه وسلم) ملگري خو داسې نه کوي، تا څنگه داسې سخته ښېرا وکړه، بيا يې وويل : اې الله! که دې سړي د اړتيا لپاره اخيستې وي، نو برکت ورته پکې واچوه او که قصدا يې د غلا په نيت اخيستې وي، نو ته يې دا اخري گناه وگرځوه!

اې مسلمان او افغان ملته!
بخښنه هغه څه ده چې دوه وروڼه سره يو ځای کوي، په بخښنې سره محبت زياتيږي، په بخښنې سره ته د الله تعالی ددې قول لاندې راځې : « وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ‏ ‏عَنِ النَّاسِ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ {سورة آل عمران :134} ».
ژباړه : غوسه زغمونکي او د خلکو له بدۍ تېرېدونکي، (يقينا) الله تعالی (داسې) نېکان خلک خوښوي.

هغه پخوانی خبرې هېرې کړئ چې تاته بخښنه گرانه کړي، هغه خبرې مه يادوئ چې ورور ته د ورور بخښل گران شي، تربور ته د تربور بخښل گران شي، د بخښنې او عفوې سوچ او فکر له ځان سره ولرئ!

دويمه غوښتنه مي د عام ولس او رسنيو څخه ده:

الله تعالی دي موږ ټولو ته هدايت وکړي، الله تعالی ښه پوهيږي چې په اوس وخت کې رسنۍ د چا دنده پرمخ وړي.

که ووايو چې د افغانستان په بې خيری کې تر ټولو لوی رول د رسنۍ دي، نو په دې کې به هيڅ شک نه وي، تاسو په الله تعالی يقين وکړئ!

زيات وخت مي داسې روپونه اورېدلي دي چې د شيطان هم هغه طرف ته سوچ نه ځي.

د افغانستان لپاره او د افغانستان د راتلونکي نسل لپاره نور په دې خلکو باندې ورحمېږئ او د الله تعالی څخه ووېرېږئ، ټولې هغه خبرې شاته وغورځوئ چې د دوه وروڼو ترمنځ کرکه زېږوي، نو د هغو خبرو څخه خو په کيلو ميتر باندې لرې اوسئ چې ملتونه جدا کوي.

دا چې د دوه خفه وروڼو ترمنځ سوله وشي، نو ژوند يې څومره خوشحاله وي، که د دوه ملتونو/ دولتونو ترمنځ سوله راشي، نو معلومه خبره ده چې دغه خوشحالي د ټولو هېوادوالو ده.

په ورور ولی باندې ژوند وکړئ، يو بل وزغمئ، يو بل ومنئ! راتلونکو نسلونو ته سوکاله افغانستان په ميراث کې پرېږدئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

بيله شکه چی زمونږ خالق بخښونکی دی او بخښونکی ئی خوښيږی ، خو هغه چی پر بدو پښيمانی او توبه ونکړی څنګه وبخښل سی ؟ په دی غلامانو کی داسی خائنين او جنايتکاره هم سته چی اوسهم پر خپل شيطانی ، اسلام دښمنه او منافقو افکارو کلک ولاړ دی که داسی خلګ وبخښل سی او عزت ورکړل سی بخښونکی او عزت ورکوونکی به ئی الله تعالی و نه بخښی .  

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x