افغانستان

کابل-کندهار پر لویه لار وسله والو غلو مسافر لوټلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل-کندهار پر لویه لار د غزني ولایت په حدودو کې وسله والو غلو مسافر لوټلي، چې له امله يې لار د څو ساعتونو لپاره د ترافیکو په مخ تړل شوې.

کندهار مېشتي خبریال «صدیق الله افغان» پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي « نن د کابل _ کندهار پر لويه لاره وسله والو غلو کمینونه نيولي وه، د مسافر وړونکو څخه نیولې تر باروړونکو موټرانو له ټولو ئې پیسې اخيستې او ټول موټران ئې لوټل، مسافر ئې شکولي، بې عزته کړي او یوه ښځه ئې له ځان سره بيولې ده.»

په ورته وخت کې د «حامد احرار» په نوم یو ځوان چې ځان د پېښې عیني شاهد بولي؛ د پېښې له ځایه ويډیو خپره کړې، چې لسګونه مسافر او مسافر وړونکي موټر پکې پر لویه لار ولاړ ښکاري.

د نوموړي په خبره، نیمه شپه وسله والو غلو د مسافرو تر لوټلو وروسته د یوې ښځې «بي عزتي» کړې، چې له امله یې د مسافرو په غوښتنه طالبانو لویه لار د خلګو پر مخ تړلې.

احرار وایي، له څو ساعتونو وروسته پلټنې وروسته طالبانو پنځه تنه غله ونیول او له خلګو سره یې ژمنه وکړه چې د عمل په سزا به یې رسوي.

که څه هم احرار په دې اړه چې لویه لار پرانستل شوې که نه؟ څه نه دي ویلي، خو صدیق الله افغان وایي، د طالبانو له لوري د غلو تر نیولو وروسته لاره د خلګو په مخ خلاصه شوې.

یاده دې وي، چې که څه هم تر دې دمه د غلو هویت څرګند نه دی؛ خو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط  «نن ټکی اسیا» ته وویل، چې وسله وال غله سیمه کې د شته پوستو عسکر دی چې وخت ناوخته په ساده جامو کې د لویې لار مسافر لوټي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

خو ستاسو د طالبانو سیمی دی کله لاری بنده وی او خلک له موترو کوزځوی. سړکنو نه مو څه جوړ کړی حتی په تراکتور یی ویجاړه وی. راشی وګوری له مزاره تر شبرغان پوری خلک د شپی منزل کوی نه غل شته او نه طالب چی څوک احساس و وهم او ترس وکړی.

فولاد

طالبان باید په هر فیمت چې وي دا غله ونیسي او د اسلامي شریعت مطابق ېې په عام محضر کې وځړوي او یوه اوونۍ ېې مړي پریږدي چې د نورو د پاره عبرت شي. په دې سره به دې پاتې ملت زړونه هم وګټي. که ېې ونه نیسي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x