
له افغانستانه د سیکانو یوه بله ډله هم هندوستان ته روانیږي
نن ټکی اسیا سه شنبه، ۲۱ زمري، ۱۳۹۹ل): ټاکل شوې ده، چې سبا د چهارشنبې په ورځ له افغانستانه د سیکانو او هندوانو یوه بله ډله هم د هندوستان په لور حرکت وکړي.
د «ټایمز آف انډیا» هندي رسنۍ په خپل تازه راپور کې د افغان یو چارواکي په حواله لیکلي، شاوخوا ۱۸۰ هندو او سیک مذهبه لږکي په افغانستان کې د نا امنۍ او مذهبي توپيري چلن له امله اړ شوي چې افغانستان خوشې کړي.
باید وویل شي چې تردې وړاندې هم یوه هندوان او سیکان له افغانستان څخه هندوستان ته کډه شوي وو، چې هلته د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي لخوا یې تود هرکلی شوی ؤ.
له افغانستانه د هندو او سیک لږګیو د تېښتې لړۍ وروسته له هغه چټکه شوه، چې څو میاشتې وړاندې په کابل کې د سیکانو په یوه مندر خونړي برید کې شاوخوا ۲۵ تنه مړه او لسګونه نور ژوبل شول.
د یو اټکل له مخې دا مهال افغانستان کې شاوخوا ۷۰۰ تنه هندوان او سیکان ژوند کوي، شنونکي په دې باور دي که حالات همداسې روان وي، ښايي ډیر ژر پاتې هندوان او سیکان هم له افغانستانه تېښتې ته اړویستل شي.
مونږ د خپلی خاوری د سپیڅلتیا او د اسلام د سپیڅلتیا او او اوامرو له مخی تولو غیر مسلمان اقلیتو ته چه زمونږ د هیواد شهریت یی درلود درناوی لرم . مګر د دی هیواد د ځانګړتیا ( چه د لویو قدرتو هدیره هیواد دی ) او په سلو کی تر نهه نوی سلنه زیات خلک یی نه یواځی مسلمانان بلکه مجاهدین دی دلته د نورو ااسمانی او غیر اسمانی ادیانو د شتون څخه پاکوالی ته اړه وه . د ګوتو به شمار یهوادانو ته اسراییلو ته ولاړل ، هندوان هند او حتی امریکا، کانادا او اروپا ته ولاړل خدای… نور لوستل »
د بیانزی ساب د خبری په تائید! باید ووایم چی:
چی د سکهانو او د بامیان د اوسېدونکو تشه باید د لندن د شین سترګو په را تګ ډکه کړو.