واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

طالبان: پر آزاد سویو بندیانو دي حملې نه کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ زمري، ۱۳۹۹ل): طالبانو د سې شبنې په ورځ د کابل رژیم ته خبرداری ورکړ چي پر آزاد سویو طالبانو به حملې نه کوي. طالبان وايي دا راز بریدونه د سولي خبري له خطر سره مواجه کولای سي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین اسوشیټډ پریس ته ویلي دي پدې تېرو څو میاشتو کي د کابل ادارې پر آزاد سویو طالبانو باندي لږ تر لږه یولس حملې کړيدي.

اسوشیټډ پریس د اګسټ پر ۱۱ مه لیکي د کابل حکومت پر آزاد سویو طالبانو حملې کول ردوي. 

د طالبانو ویاند سهیل شاهین وایي که چیري پر نویو آزاد سویو طالب بندیانو باندي بریدونه وسي، هغوی به مجبوره سي چي بېرته د جنګ میدانونو ته ودانګي. حال دا چي د طالبانو مشران هغوی ته سپارښت کوي چي پخپلو کورونو کي پاته سي.

سهیل شاهین وايي« په کورونو کي پر هغوی باندي حملې کول به د هغوی لپاره په کورونو کي پاته کېدل ناممکنه کړي.» هغه زیاتوي،« څو کرته داسي پېښ سويدي چي هغوی یا بېرته توقیف سويدي او یا وژل سويدي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Well, that is the only option the Kabul Admin got at this time. If they cannot keep the Muslim Taliban in prisons, then they have to bomb them in their houses with all the family members

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx