افغانستانسولې اړوند خبرونه

اشرف غني: د سولې په برخه کې د مشورتي لويې جرګې له لوري ټاکل شوې تګلاره پلې کوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ زمري، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د پاتې طالب بندیانو د خلاصون پرېکړې د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته هیلې زیاتې کړې؛ د کابل حکومت مشر «اشرف غني» وایي، دوی د سولې په برخه کې هغه تګلاره پلې کوي، چې د مشورتي لویې جرګې له لوري ورته ټاکل شوې.

غني دغه څرګندونې نن د معصوم ستانکزي په مشرۍ د کابل حکومت د مذاکراتي ټیم له غړو سره د لیدنې په مهال کړې.

نوموړي د مذاکراتي ټیم غړو ته ډاډ ورکړی، چې نړۍ په یوه «لید لوري» او پوره قوت سره ستاسو تر څنګ ولاړه ده او تر څنګ یې زیاته کړې «د سولې مشورتي لویې جرګې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لپاره د سولې تګلاره وټاکله او موږ یې تحقق ته ژمن یوو.»

غني ددې تر څنګ ادعا کړې، چې حکومت یې سولې ته ژمنتیا او په بنسټيز ډول د جګړې د ختمولو اراده لري.

مشورتي لویه جرګه چې د روانې «زمري» میاشتې په اووه لسمه نېټه پیل او درې ورځې یې دوام وکړ، په پای کې یې یو ۲۵ ماده ییز پريکړه لیک صادر کړ او حکومت ته یې د پاتې طالب بندیانو د خلاصون د مشورې تر څنګ مشوره ورکړه، چې د ډیموکراسۍ په ګډون له تېرو نوولس کلنو «لاسته راوړنو» دفاع وکړي.

جرګې ددې تر څنګ د اساسي قانون په خوندي کولو ټینګار وکړ، د دولتي عسکرو د ملاتړ او لا مضبوطولو غوښتنه یې وکړه.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» له طلوع نیوز سره په مرکه کې د مشورتي لویې جرګې له لوري د طالب بندیانو د خلاصون پرېکړه ښه ګام وباله؛ خو په خبره یې، یادې جرګې ځیني نور داسې موارد پرېکړه کړي چې د سولې بهیر کې خنډونه راولاړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Ok baby, I do not think you have any choice except to go back to New York and make sure you take Abdul US Sayaf Ibleess with you. These are all excuses that you are making to cover your shameful defeat.

The other day, Iblees was also talking to the MASHORATI JERGA and what a shame his hands were shivering and very careful to talk. He was trying to show like he was also Pro Talib. He must have reverted to Islam

مجاهد

غلام غنی ، تاسی خو د ## د ویدو کیدلو اجازه هم له اشغلګرو ترلاسه کوی ، خری ته ګوره د صحرا شبی ته ګوره . مجاهدینو چه د بادار راڅملولی ته غلام څه کولای شی که نر وی بندیان به دی له ځان سره بندیان ساتلی وی . د حګړی دواړ اړخونو فیصله کړی توافقنامه به سل په سلو کی عملی کیږی او ستاسی د غلامانو په شمار شپی ورځی پاتی دی د محاکمو انتاظار باسی او غنی خو به د نجیب د برخه لیک سره مخ کیږی

جميل

تاسو بی ايمانه غلامانو خو د زوروری امريکی او د نورو کفری اشغاګرو تګلاری هم پلی کولی چی د هغو د ټوله زور او زر سره مو ونه سو کړای چی پلی ئی کړی ، د دی خوارکی ، بيواکه ، بګيل ، شکيدلی او شوړيدلی غلامی جرګګی تګلاری به څه پلی کړی .
داسی ښکاری چی تاسی لا هم خپل وزن نه پيژنی ، د سپکو سره درنی خبری نه ښايي ټوله پر خاندی . شرمښکی د مار سره ځان غځاوه پر منځ دوه ځايه سوه .

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x