روغتیانړۍ

د روسيې لخوا د کرونا ضد د چمتو شوي واکسينو په نړيواله کچه غوښتنې پېل شوي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۲۱ زمری، ۱۳۹۹ل): د روسيې هېواد ولسمشر ولاديمير پوتين د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره په دې هېواد کې چمتو شوي واکسين تائيد او د کارولو اجازه ورکړه.

پوتين وايي چې چمتو شوي واکسين له هرې پلټنې او اړونده پړاوونو تېر شوي، آن چې دده لور کارولي او مثبت اغيز يې کړی دی.

دغه واکسين چې د ګاماليا انسټيټيوټ لخوا چمتو شوي د روسيې حکومت سره لخوا په Sputnik V نوم نومول شوي. د سعودي او عربي اماراتو سره ګډ تړون لري تر څو په دې لړ کې د دريم پړاو کلينيکي ازموينې ترسره کړي.

روسيې په ۱۹۵۷م کال کې د شوروي اتحاد لخوا د لومړي سپوږمکۍ له پیل څخه په الهام اخیستنې دغه نوم ايښی دی.

د روسيې لخوا دغه واکسين دوه مياشتې وړاندې پر انسانانو وازمويل شول، چې دوی يې د کار وړ بولي خو نړيواله ټولنه او کارپوهان يې لا هم د اغيزمنتوب په اړه ډاډه نه دي.

د روسيې هېواد د خپلواکې شتمني صندوق رئیس «کریل دمیتریوف» وايي په نړيواله کچه د کرونا واکسينو غوښتنه کيږي چې تر دې مهاله له شلو هېوادونو څخه د يو مليارد خوراکونو زياتې غوښتنې شوي دي.

خو بل لور ته کارپوهان انديښنه لري چې د روسيې لخوا جوړ شوی واکسين په بيړه چمتو شوي او څيړونکو ښايي اړونده پړاوونه په سمه توګه نه وي بشپړ کړي‌.

د روغتيا نړيوال سازمان هم له روسيې غوښتي وو چې په واکسينو کارولو کې دې له بيړې کار نه اخلي، دوی سپارښتنه کړې وه چې بايد نړيوال معيارونه او تګلاره په پام کې ونيسي.

روسيه لومړی هېواد شو چې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره واکسين وړاندې کوي، په داسې حال چې د امريکا، برتانيا، چين، جرمني او يو شمېر نورو هېوادونو په ګډون ددې ويروس د‌ چمتو کولو لپاره لا هم په واکسين چمتو کولو کار روان دی.

په دې لړ کې د روغتيا نړيوال سازمان اوسمهال د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره په شپږو واکسينونو کار کوي، چې ځينې يې د ازموينې وروستي پړاو ته رسېدلي خو د روسيې لخوا چمتو شوي واکسين په دې ليست کې نشته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x