نظــر

د چشم انداز وقایع سیاسی افغانستان په جواب کې

د میرویس الفت،
عبدالباقی خوګیاڼی
او غلام نبی ګل له خوا

نیټه: ۱۳۹۹/۵/۱۶ه،ش- ۲۰۲۰/۸/۶

څو ورځی د مخه د (چشم انداز وقایع سیاسی افغانستان) په نوم د څو صفحو یوه لیکنه ګوتو ته راغله، چی داکتر عبدالستار سیرت پخپله او یا ھم د هغه د متبوع ارګان (حرکت وحدت و ازادی افغانستان) له خوا نشر ته سپارل شوې وہ.

تر یوی لنډی مقدمی وروسته د ګران هیواد په داغ مسئله را څرخی او په پای کښی د هیواد مشابه تنظیمونو او سازمانونو ته د یوی پراخی ملی جبهی جوړولو دعوت ورکوی، البته په دی موخه چی ټول په ګډہ وکولی شی د هیواد روانو ناخوالو ته د پای ټکی کیږدی. دوی دا هم لیکی چی د کوم سیاسی قدرت او مقام غوښتونکی نه دی.

لیکنه په غور او دقت ولوستل شوه، بیا له همخیاله نظرونو سره شریکه او سمه وشاربل شوه. د بحث په نتیجه کښی څرګنده شوه چی د لیکنی لیکوال او یا لیکوالان د هیواد د تاریخی وقایعو په مقابل کښی د مشخص دریځ لرونکي دی. د دوی د دریځ درک د دې تصور استنباط هم اسانه کړ چی دوی د افغانستان د آینده مسایلو په باره کښی څه ډول رول لوبول غواړی.

دلته ځینی پوښتنی او د هغوی اړوند جوابونه لوستونکو ته پریږدو، د مثال په ډول:

۱- له هیواده دومره لیری پرتی ټولنی له مالی ونډي پرته څرنګه او تر کومه حده کولای شی د هیواد سیاسی وقایعو ته شکل ورکړی.

۲- له هیواده لیری پرتی ټولنی چی د امریکائی قوانینو په چوکاټ کښی فعالیت کوی څرنګه کولای شی د منافعو د تضاد په صورت کښی د افغانی منافعو تأمین تضمین کړی.

۳- د advocacyاو Lobby

ګروپونه څرنګه کولی شی د خپلو داخلی فعالیتونو او خارجی سرګرمیو تر منځ هماهنګی رامنځ ته کړی. ایا د یوی پراخی ملی جبهی جوړول په یو لیری پروت هیواد کښی د قانون په وسیله دلوبی ګری له تعین شوؤ حدودو څخه د باندی نه دی؟

۴- واضح ده چی په ارزشونو کښی اختلاف د اجتماعی محیطونو د اختلاف زیږنده ده. دا به څرنګه ممکنه شی چی مختلف او متضاد ارزشونه چی طبعا زیږیږی د جبهی د پاشل کیدو او یا لږ تر لږه په کارونو کښی د خنډ او ځنډ سبب نشی، او داسی نوری پوښتنی چی ذکر یی یوازی د کلام اطاله ده.

البته په دی جوابیه لیکنه کښی مونږ په هغو نقاطو نه تم کیږو چی درانه عواقب نلری. د بیلګی په ډول د افغانستان د خلکو سکوت د داود خان د کودتا په مقابل کښی کیدای شی بی له هغه دلایلو چی لیکنی ذکر کړی دی نور عوامل ولری: د دولت او خلکو تر منځ فاصله، د سیاسی شعور ټیټوالی، د محمد ظاهر شاه شخصی عکس العمل او یا هم د هغه په اولاد کښی د کرزماتیک لیډرعدم موجودیت او داسی نور.

په لمړی سر کښی باید ووایو چی مونږ د لیکنی له بعضو محتویاتو سره چی په صریح او یا ضمنی شکل ورته اشاره شوی ده سل فیصده موافق یو، د بیلګی په ډول.

۱- د (۲۰۰۱) کال د دسپتامبر د میاشتی حادثه په داسی حال کښی چی له متهمینو څخه یو یی هم افغانی هویت نه درلود، په افغانستان نظامی تیری نه توجیه کوی او نه د اسامه بن لادن له منځه وړل امریکایانو ته کوم قانونی حق ورکوی چی په افغانستان یرغل وکړی او د کلونو له پاره په کښی خپل حضور کله په یوه او کله په بله بهانه وساتی.

۲- د واقعاتو زمانی تسلسل مخکی له دی چی په کابل کښی موقته اداره رامنځ ته شی او په لیکنه کښی ورته اشاره شوی ده په ډاګه ښئی چی امریکائی تیری او یرغل کوم حقوقی او یا قانونی اعتبار نه لری. دا تجاوز فقط او فقط د امریکائی غرور نتیجه وه چی نه ئی شوه منلی چی د دوی د جنګی ماشین او مالی سیلاب مقابلی ته دی څوګ شل کاله خو پریږده یوه لحظه هم و دریږی.

د لیکنی مطابق د کرزی مقرری د ریئس جمهور په حیث د بن کنفرانس څخه دوه میاشتی د مخه په واشنګټن کښی نهائی شوی وه په دی لیکنه کښي د کرزی د مقرری اصلی عامل د کرزی او جورج ټینیټ روابط بلل شوی. لیکنه زیاتوی چی دا عجولانه او غیر مشروع تصمیم د ملل متحد د امنیت شوری او یا په امریکا کښی د هیڅ یوی قانونی مرجع د اطلاع او موافقت څخه پرته عملی شوی دی. کانګرس، ملل متحد او د ناټو د غړو هیوادونو موافقت بیا وروسته د فشار د اعمال په نتیجه کښی منځ ته راغی.

مونږ د دی بیان سره ستونزه نلرو خو په ډاګه وایو چی نه ملل متحد نه د بن ګدون وال، نه کانګرس او نه کومه بله حقوقی او یا نظامی مرجع په امریکا کښي د افغانستان د ریئس جمهور د ټاکلو صلاحیت لری. د ریئس جمهور انتخاب او د نظام غوراوی د افغانستان د خلکو حق دی. بیرونی مراجعو ته ارزش او رول ورکول استعمار ته پای دوی او اردلی توب دی.

د بن په کنفرانس کښی د قومی ماهیت پر بنست د افغانستان د سیاسی زعامت تقسیم چی د خلیل زاد او الاخضر ابراهیمی له خوا د بوش د پلانونو د عملی کولو لپاره انجینری شو، د افغانستان تمامیت ته یو ګواښ دی دا بیخی رښتیا دی خو د بن کنفرانس د افغانستان د نظامی اشغال د هڅو په لړی کښی یوه کړی ده، او هغوی چی په دی کنفرانس کښي برخه اخستی او د کنفرانس نتایج ئی منلی نور څه نه بلکه د استعمار دومره نوکران او لاس پوڅی دی چه حتی د افغانستان د تمامیت تهدید هم دوی د خپلی نوکری را ونه ګرځول.

د طالبانو او امریکایانو توافقات :

د امریکا او د هغوی د حشرباڼو هیوادونو په مقابل کښي جهاد د (حرکت وحدت او ازادی افغانستان) له زیږیدو څخه پوره لس کاله د مخه شروع شوی و چی بلاخره ئی د ۲۰۲۰ کال د فرواری په ۲۹ د خارجی قواوو د وتلو لپاره لاره هواره کړه، بیله شکه دا موافقت نامه په هیواد کښی د سراسر صلحی د پیلامی زیری ګنل کیدای شی. امریکائیانو او د هغوی حشرباڼو، ناټو او له ناټو څخه د باندی ځینی هیوادونو چی شمیرئی تر پنځوسو رسیږی، په تیرو شلو کالونو کښی د خپل ټول نظامی توان او طاقت په استعمال سره د افغانستان په ښارونو، دښتو،غرونو او درو کښی خپل بخت وازمایه لیکن و ئی لیدل چی په هره دره، کږلیچ او موړ کښی ددی خاروی له زمریانو او پړانګانو سره مخ شول او پوه شول چی ددی زړی دنیا سره د ډغرو نتیجه یواځی د استعمار ناکامی، خجالت او نړیواله شرمنده ګی ده او له وتلو پرته کومه بله چاره نلری.
د حیرانتیا خبره ده چی دا ستر بری چی بی د لوی خدای له مدد څخه ئی تصور هم ناممکن دی لیکوال ته هیڅ ارزش نلری. او د موافقی محتوی په ډیر بی رحمه ډول تر انتقاد لاندی نیسی.

۱- دا چی لیکوال فکر کوی د امریکائی قواوو وتل د امریکائیانو د خپلی خوښی کار دی او د افغانستان شل کلن جهاد او د هغه په نتیجه کښی حاصل شوی توافقات په کښی کوم رول نه لری، دلته مستمعین نلری دا ډول پڅ، بی خونده، بی بنسټه او ظالمانه اظهارات د هغو امریکائیانو کار دی چی ځانونه د دنیا بی رقیبه باداران بولی او په دی نه دی خبر چی حق حتما راتلونکی او باطل ورکیدونکی دی. آزادی د ملیتونو طبعی حق دی.

۲- د اعتراض دوهمه نقطه داده چی که د طالبانو او امریکا د توافقاتو مهم بند د طالب بندیانو ازادول وی نو هغوی خو د افغانستان له حکومت سره بندیان دی. ددی لیکنی لیکوالان دومره ګنګس او وارخطا دی چی په خپله د خپل اعتراض په جواب کښی لیکی ( اگر افغانستان در اشغال امریکا نیست و در آن حکومت مشروعی وجود دارد چگونه ممکن شد که رهائی درغیاب حکومت افغانستان به توافق رسید).

۳- د امریکا په ضد د افغانستان د خاوری د نه کارولو ضمانت دی او لیکی چی کوم قدرت شته چی دا ضمانت عملی کړی؟ واضح خبره ده چی دا تشویش حتما په هغه امریکائی حلقاتو کښی موجود دی چی د افغانستان څخه د امریکائی قواوو د وتلو سره مخالفت کوی. دلته (حرکت وحدت ازادی افغانستان) یا د افغانستان منافع له نظره غورځوی او یا د امریکائی قواوو پاتی کیدل په افغانستان کښی د افغانستان په نفع بولی او په قوی احتمال چی دا ټولنه به د همدغی موخی لپاره د امریکا په سیاسی دهلیزونو کښی لوبی کوی.

د توافقاتو د ضمایمو په باره کښی آوازی فقط د تصور په حدودو کښی دی. په یوه نامعلوم څیز د ښه او یا بدګمان کول د وخته مخکی خبره ده. د ظهور په صورت کښی ئې مطالعه او نقد په کار دی.
وروستی نقطه ( تروریزم در افغانستان دوام می کند و مجادله با آن در آینده به روسیه تعلق می گیرد.)

تروریزم او د هغه په څیر ورته اصطلاحات چی نه مشخص تعریف لری او نه هم خارجی مصداق چی د ټولو ذیربط اړخونو له خوا منلی شوی وی، د هغه زمانی محصول دی چی امریکائی استعمار اسلامی هیوادونه او تنظیمونه د خپل نظامی تاړاکونو هدف وګرځول. څوک چی د بوش سره نه و، ترورست وبلل شول.

د زمانی د بدلیدو او د استعمار له پوره زواله سره دا بی خونده او بی معنا کلمات هم بیرته خپلو اولو خولو ته ګرځی او له تداوله غورځی. د روس د آینده احتمالی نقش په باره کښی دومره ویل په کار دی چی افغانان باید بیدار واوسی. حیطه او حذر یواځینی څیزونه دی چی د آینده مصائبو په مخنیوی او د شدت په کمبود کښی مرسته کولای شی. خو د روس د رول پیشګویی که رښتیا هم شی مسؤلیت یی په هیڅ صورت د طالبانو او امرکائیانو په توافقاتو پوری اړه نه لری. البته دا احتمال نه ردوو چی دا ډول مفاهمه د روسانو او امریکائیانو تر منځ په کوم بل فورم کښی انجینری شی او یا مخکی له مخکی انجینری شوی وی.

لیکنه د بین لاافغانی مذکراتو عنصر هم تر تخریبونکی انتقاد لاندی نیسی او استدلال کوی چی دا جګړه امریکائیانو شروع کړی او همدوی یې باید په خپله ختمه کړی. په بله معنا چی امریکائیان یا باید جګړی ته دوام ورکړی او یا باید د افغانستان د آینده نظام او د طالبانو او حکومت په اړوند مسأیلو کښی د صلحی د رامنځته کیدو په موخه تر پایه فعال رول ولری.

نه پوهیږو چی لیکوال څنګه دا فکر کوی چی داسی مداری (شعبداباز) هم په دنیا کښی شته چی د سترګو په رپ کښی امریکا ته د نظامی دریشی پر ځای د صلحی جامی ور واغوندی او امریکا د خپل نظامی شکست سره سره دا رول ومنی او په اخلاص صلحی ته او هغه هم په افغانی ټرمونو غاړه کیږدی. اصله خبره دا ده چی لیکوال د امریکائی حضور د دوام غوښتونکی دی، مهمه نه ده چی په جنګی شکل وی او که د صلحی په دروغین لباس کښی. لوبی ګری او دلالی هم دی ته وایی.

بدبختی له دی ځایه سرچینه نه اخلی چی ټرمپ د امریکا جګړه په افغانستان کښی خپله نه بولی بلکې د تأسف ځای دی چی ډیر لوستی خلک شته چی د عصری پوهی د لرلو سره سره پردی جګړی خپلی بولی دي خلکو خپل اولسونه د تباهی کندی ته غورځولی او اوس د امریکائیانو په وتلو وارخطا او له غوسی او بی وسۍ خپل نوکان چیچی.

د انسانی او مالی خساراتو مسأله چی په تیرو شلو کالونو کښی افغانستان ته اوښتی دی ډیره مهمه ده. د آینده نظام مسؤلیت دی چی عاملین یی په ګوته او محاکمی ته راکش کړی د مالی خساراتو جبران د امکان تر بریده بی له شکه محمود عمل دی چی د نظام په قدرت، قوت، سیاسی درایت او سیاسی ارادی پوری اړه لری.

داسی ښکاری چی د هیواده لیری دا ډول پراته سازمانونه اوس په دی هیله دی چی د افغانستان د حکومت د لاسه پریوتی واګی دا ځل دوی راپورته کړی او یا تیت او خپاره پوټنشل قوتونه تر کوم بل مصنوعی او پردی ارزش لاندی د دیماګوژکو خطابو او لیکنو په وسیله راټول او تنظیم کړی. دا کار د وقوع په صورت کښی د افغانستان د دردونو اعلاج نه بلکی په زخمونو ئی د مالګی دوړ‎ول او د کوم بل ناورین د شروع کولو هڅی بلل کیدای شی.

اوسنیو کړکیچنو حالاتو ته په نظر زمونږ مؤقف دا دی چی مونږ باید خپل ټول کوششونه عقلا او منطقا د موجوده مستقیم استعمار په خاتمه متمرکز کړو او هیله ده چی راتلونکی دولت مردان په ګران هیواد افغانستان کښی د یو اسلامی نظام تأسیس ته متعهد او وفادار پاتی شی او د سرونو په بدله ګټلی ګټی د مذاکراتو او توافقاتو په پاڼو کښی له لاسه ور نکړی.

ومن الله التوفیق

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

سلام
د پورته لیکنی په ۱۸ مه کرښه کی د ” زیږیږی ” کلمه تر سترګو کیږی.
ګومان نه کوم دا یوه چاپی غلطی وی.
همهغه ( زیږی) یا ( زېږول کیږی ) ئې سمه بڼه ده.
د ( زیږی ) او ( زیږول کیږی ) تر منځ توپیر دا دی چی:
په لومړنی حالت ( زیږی) کی دوهمه اِراده دخیله نه ده
خو
په دوهم حالت ( زیږول کیږی ) کی بله او دوهمه یا دریمه اراده دخیله ده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx