لیکنېنظــر

راتلونکی نظام او سرې کرښې

سباوون صميم

افغانستان د څلورو لسيزو جنګونو او ګډوډيو د پای ته رسېدو په درشل کې دی.ټول اړخونه له جنګه ستړي ښکاري. ولس خو لا پخوا ستړی او له پښو لوېدلی دی. ښه خبره داده چې نړيوال هم نور د جنګ پرځای پر سوله باندې پانګونه کوي، البته د سولې د طلايي فرصت په مخ کې خنډونه هم شته. دا خنډونه هومره رښتينې عيني خنډونه نه دي، څومره چې سليقوي او شخصي دي. لاهم شته داسې عناصر چې نه غواړي په افغانستان کې روان جنګ پای ومومي.

د بېلګې په توګه هغه ډله خلک چې په سوله یا راتلونکې نوي نظام باندې باور نلري او ځانونه ورته د ولس په وړاندي مجرمان ښکاري، په دي هڅه کې دي چې په خپل ټول توان سره د سولې پروسه زیانمنه او له خنډ سره مخ کړي.

دویمه ډله هغه خلک دي چې په دي باوري دي چې سوله به راځي او افغان ملت به ورڅخه د خپل هغه حق پوښتنه کوي چې ددوی لخوا په کلنو، کلنو تر پښو لاندي اوضایع شوی ده، دوی په دي فکر دي چې نور دلته ورته د اوسېدو یا هم د خپلو کرغېړنو اعمالو د دوام لپاره ځای نشته، دوی کوښښ کوي چې څومره کولای شي هغومره ملي شتمنۍ لوټ او ځانونو ته په نورو هېوادونو کې هوسا ژوندونه برابر کړي او د ملت له محکمې وتښتېږي.

د سوله ییز افغانستان په لور د تګ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او د سولي د راتللو لپاره اړین ګامونه اخیستل شوی دي. په دي برخه کې لا هم اوږده او له ستونزو ډکه لاره په مخکې لرو، خو داسې ښکاري چې خدای غوښتې وي په دې لاره د تګ لپاره خنډونه يو په بل پسې له منځه ځي. دا ولس په پوره توان او همت سره ددې پروسي د تکمیل او د یوه امن او پرمختللې افغانستان په جوړولو کې نه ستړې کېدونکي هلي ځلي کوي.

که څه هم دلته له فکري پلوه ستونزې او مخالفتونه شته او دا مخالفتونه د دوو هغو ډلو په منځ کې چې د شلو کالو لپاره یې یو له بل سره جګړه کړي ده، حتمي او طبیعي دي ځکه که دا مخالفتونه نه وای نو دا جګړه به په لومړنیو کلنو کې ختمه شوي وای یا به له لومړي سره هیڅ پیل نه وه.

په هر صورت، دا مخالفتونه د امن او سوکالۍ له راتللو سره برابر نه بلکې په مراتبو کمزوري او منحصر دي، په ډېرې اسانۍ سره د مخامخ خبرو له طریقه د مفاهمې او حل وړ دي.

د دولت دننه ځیني کسان شته چې دغو وړو مخالفتونو ته د خپلو شخصي ګټو د تأمین په خاطر لمن وهي ددې ستونزو د لویولو او له هغوی څخه د سولې د پروسۍ د ناکامولو لپاره مغرضانه هڅې کوي. خو افغان ولس ته دغه سوله ضد کسان د وخت په تېرېدو سره مخ تورن کیږي او په ددوی ناکاره سوله ضدي څهرې را برسیره کیږي.

په اوسني وضعیت کې ددې ټولو ناخوالو، د سولي د ناکامۍ لپاره هڅو او له راتلونکې نظام څخه وېرې او بې باورۍ ورهاخوا، موږ سولې ته تر بل هر وخت نږدې شوي یو او لا هم ددې ارمان د ریښتیا کېدو په پار مخ په وړاندي روان یو. د افغانستان هر هغه وګړی چې په هېواد او خلکو یې زړه سوځي، په دې باور لري چې ددې کړیدلي ولس یوازینۍ هیله سوله، خپلوک او باثباته نظام دی چې په هغه کې د افغانستان خپلواکي، وقار، عزت، او شرف خوندي وي.

د سولي د ملي ارمان د ریښتیا کېدو لپاره له لومړنیو پړاوونو څخه تېر شوي یو، خو تر ټولو مهم پړاو ته د تګ لپاره چې لا یې هم د تخریب لپاره هڅې کیږي، ډېره کمه لار پاتي ده. د طالب بندیانو له خوشي کېدا وروسته موږ د بین الافغاني مذاکراتو باب پرانیزو او په هغه کې د شته اختلافاتو او ستونزو د حل په موخه مخامخ بحثونه کیږي.

بین الافغاني مذاکرات به په افغان خاوره کې د جګړي د درولو لپاره د هېواد په تاریخ کې یو بیساری او ارزښتناک فرصت وي. له دې فرصت څخه باید ګټه پورته شي او د افغانستان د تاریخ د یوې زرینې پاڼي د اړولو پیلامه دي وبلل شي او هیچ چاته دې د ددې فرصت د ضایع کېدو اجازه ورنکړل شي.

کومې سرې کرښې وساتو؟
بین الافغاني مذاکرات (چې ډېر ژر پیلیدونکي دي) لکه څنګه چې مو پورته ذکر کړ، یوه برخلیک ټاکونکي پروسه ده، د بریالي کېدو په صورت کې به یې په افغانستان کې د امن حاکمېدواو عدالت تأمینېدو ته لاره هواره شي. بیا ځلي یې یادونه کوم چې ددې پروسي خارجي او داخليي دښمنان ډېر دي، هر هغه څوک چې په جګړه کې یې ګټي دي په دي هڅه کې دي چې دا پروسه له خنډ او ستونزو سره مخ کړي. دغه ډلې په دي ګومان دي چې که دا پروسه ناکامېږي نو واک او قدرت به د نن په څېر لا هم ددوی په لاس کې وي، خو دوی ناخبره دي چې د جګړي دوام او شدت به له دوی څخه دا هر څه واخلي او چې هر لوری بریالی کیږي یا جنګ دوام کوي نو دا کسان به ددې جوګه نه وي چې نور په واک کې پاتي شي. دوی به خامخا د خپلو هغو کړنو عواقب ویني کومې یې چې د خپلو شخصي ګټو او قدرت کې د پاتي کېدو لپاره د ملت د ارمانونو خلاف د سولي د پروسي د ناکامي په برخه کې کړي دي.

په داسي شرایطو کې د ولس د ارمانونو د ریښتیا کولو په خاطر هغه څوک چې په رېښتنې ډول سوله او یو پرمختللی افغانستان غواړي، ددې مسؤلیت لري چې دې سوله ضدو کسانو ته دا فرصت ورنکړي تر څو دا پروسه د خپلو اهدافو په خاطر ګډوډه کړي.

ددې تر څنګ بله اړینه موضوع داده چې دولت او طالبان دي د خپلو هغو سرو کرښو ته چې وار له مخې یې اعلانوي او په یوه او بل باندي د هغو د منلو لپاره ټینګار کوي، ودې ارزوې او مخکې له مخکې دي د هغو له اعلانه ډډه وکړي، ځکه د باور د له لاسه ورکولو او عقدو د رامنځته کولو سبب ګرځي.

د بیلګې په ډول د افغان دولت لخوا د تېرو اتلسو کالو د لاسته راوړنو (د ښځو حقوق، د بیان ازادي، اساسي قانون…..) د خوندیتوب خبره کیږي، دولت وایې موږ په هیڅ صورت له هغو څخه نه تیریږو، په داسي حال کې چې دا لاسته راوړنې د سولي په مقابل کې ډېر کم ارزښت لري. ددې لاسته راوړنو ډېره برخه چې که په هېواد کې یې په اړه څیړنه هم وشي نو دا به ثابته کړي چې اکثریت افغانان ورسره په یوه نه یوه ډول موافقت نلري. دا په داسي حال کې چې ددې لاسته راوړنو ډېری برخه فساد، غلا، او د غرب فکري او فرهنګي استعمار ډکه کړي ده.

بله بېلګه یې د جمهوریت غوښتل دي. افغان حکومت وار له مخې دا واضح کړي چې دوی له جمهوریت پرته بل نظام نه مني، په داسي حال کې چې اوسنی جمهوري نظام له ډېرو ستونزو سره مخ دی، دا نظام د ولس د مشکلاتو ځوابوونکی او ددوی د حقونو تأمینوونکی ندی. اوسنی نظام ته د یوه عادل جمهوري نظام نوم نشو ورکولای ځکه چې ددې نظام نوم ولسواک خو واک یې د یو شمېر محدودو کسانو‌ په اختیار کې وي او د قانون د تطبیق پکې کمرنګ دی.

دلته د جمهوریت نوم تر ډېره مطرح نده، افغانانو ته نوم نه؛ بلکې محتوا اړینه ده، داسي نظام چې خپلواک او ولسواک وي، داسي نظام چې عدالت یې بنسټ وي، د خلکو حقوق پکې خوندي او د بهرنیانو له مداخلې په امان وي.

ددې ځانګړتیاو درلودونکی دولت که په هر نوم وي، دي ولس ته د منلو وړ دی.

ملي او تنظيمي سرې کرښې بايد سره بېلې شي
همدارنګه، طالبان دي هم د افغان ولس حقونو ته بشپړه پاملرنه وکړي، البته د افغانستان اوسنی نسل او اوسنی واقعيت د نويمو کلونو څخه ډېر متفاوت دی، او دوی بايد د دغه نوي عصر او واقعيت ضرورتونه درک کړي. د طالبانو تحريک که له اوسني دولت سره یوې موافقې ته رسیږي، مجبورېږي به چې د پخوا په څیر لانجمنې تګلارې ونه ټاکي، مثلاً هغه کارونه چې په هغه کې دي د انساني کرامت بې عزتي شوي وي. تر ټولو اړینه داده چې د طالبانو تحريک دي د یوې خپلواکې ډلې په حیث د اسلامي او انساني ارزښتو په رڼا کې د افغانانو د خوښي مطابق تګلاري اختیار کړي او جګړې ته دي د پای ټکی کیږدي.

خو که بیا هم دواړه لوري د عامو افغانانو د خوښي پر خلاف په خپلو دریځونو او غوښتنو ټینګار کوي، نو دا بیا په ټوله معنا د ځانته د ګټې او قدرت غوښتنې تنده ده چې هیڅ کله به خړوبه نشي او دا پروسه به هیڅ وخت پایته ونه رسیږي.

دا د هغو بې ارزښته سرو کرښو چې دمذاکراتو له پیله مخکې د دواړو ښکېلو لوریو لخوا اعلانیږي، یو‌ څو بیلګې وې.

که چیرته دوی ادعا کوي چې دا د افغانانو غوښتنې دي، نو مجبور د يوې ډله ييزې ولسي مشورې د ميکانيزم له لارې دا ثابته شي. کنه ډېر امکان لري چې هر اړخ خپلې هغه سرې کرښې چې اصلاً يې د شخصي او ګوندي قدرت د ساتنې لپاره کښلې دي، پر خلکو د ملي سرو کرښو په نامه وتپي، او په نتيجه کې د سولې جوړجاړی د شخصي ګټو قرباني کړي.

په مجموع کې، پکار داده چې ټول اړخونه دې د خبرو له پیله مخکې د عامه اذهانو د مغشوشولو څخه ډډه وکړي، او د خبرو د سختېدو په خاطر دي خنډونه نه جوړوي. په اوس وخت کې نمایشي او قدرت-محوره سرې کرښې سوله نه شي را وستلی، يوازې جنګ اوږدولی شي. په نتېجه کې به يې نه سوله شوې وي او نه به کوم اړخ ته قدرت ور پاتې وي. که ښکېل اړخونه دا ډول په شخصي او نمايشي سرو کرښو باندې ټينګار کوي، نه به وطن جوړ پاتې وي او نه به دوی ته د شاته قدرت او حيثيت ور پاتې وي.

افغان ولس ته سوله د ښځو د موټر چلولو د حق او په تلويزونو کې د سندرو ویلو د حق بدیل ندی، دوی نه غواړي چې امن دي د قدرت طلبو د واک قرباني شي. دې غم ځپلي ولس ته د روانو وینو درېدا تر بل هر څه لومړیتوب ده.

هغه افغان ته چې په دي خونړۍ جګړه کې یې اولادونه او د کور خواږه غړي له لاسه ورکړي داسي د ډموکراسۍ او يا د امارت او خلافت عناوين کوم ارزښت نلري. دوی ته مهمه داده چې د دغو شعارونو پورته کوونکي د وطن د سولې او ابادۍ لپاره، او د ولس د يو موټي کولو څه ډول ملموس پروګرام لري. اوس د دې وخت را رسېدلی چې ټول اړخونه خپله دا وړتيا ثابته کړي چې د دوی غېږه پراخه ده، د وطن ټولې پرګنې پکې ځايېږي، او هېڅوک هم د متفاوت نظر لرلو په ګناه نه نفي کېږي. زموږ په نژدې تاريخ کې مختلفو ډلو او تنظيمونو دې وطن ته د خپل مټو د زور ننداره وړاندې کړې ده. د خپلې تباهۍ او د يو بل د محو کولو او له وطن څخه شړلو، د خپل سياسي رقيب د شړلو او له منځه وړلو بې سارې ريکاډونه يې دنيا ته ښوولي دي. په دې برخه کې، او په مجموع کې د سخت-زړيتوب، انحصارطلبۍ او د يو بل د څملولو په مسابقه کې د مختلفو شعارونو او افکارو پلويانو په کافي اندازه «لاسته راوړنې» تاريخ او دنيا ته وړاندې کړې دي.

نن د دې وخت دی چې کوم افغان لوری، کوم افغان غورځنګ او د کوم فکر څښتن پر ځان باندې د ولسونو د راټولولو، د ژورو ټپونو د ټکورولو،‌ پر يو بل باندې د ترحم او شفقت لاس راکښلو او د خپلمنځي طبيعي اختلافاتو سره سره د يو کور غوندې د پيوستون او يووالي د ساتلو په امتحان کې لومړی کېږي.

د يو ښېرازه او يوموټي افغان وطن په هيله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه،
طالیبانو وخت حکومت کی،زموږ ولسوالی ولسوال یو ملا وه.ټولی والسوالی کاغذونه یی واسکټ په جیب کی ګرځول،
کله به یوه کله به بل توت لاندی ویده وه.نه په ولسوالی پوهیده،او نه هم پوره په لیکلو.
طالیبان باید دا ځل ولسوالان والیان د ازاد رقابت په دیموکراتیکه فضا کی وټاکی،
هسی نه چه یو ځل بیا افغانستان بادشاهی طالیبانو واسکټونو جیبونو ته ولاړ شی

عبدالواحد

زماپه نظرافغان اولس ته بایدداسی موقع دملک دجوړیدوورکوله سی چه په هرولایت کی له هغوخلکوچه هیڅ جنایت یی نوی کړۍ اوپه ولایت کی دملت له خواقدرمندوی کمیټه جوړه سی اودهغوله خواپوه دیانت داره خلک واتخاباتو ته وټاکل سی چه خودپرسته دنیاپرسته نوی او لږترلږله ۱۲ صنفه فارغ سوۍ وی اوخپله ګټه دملت په ګټه کی غواړی وټاکل سی اوانتخابات وسی ،بایدچه موجوده نوی حکومت وطن فروش اوبیګانه فرست نه وی دخپل ملت ،اسلام دین اومملکت سره مینه ولری په انتخاباتو کی باید خرڅول اورانیول ونه سی اوکه چیری ولیدل سی رانیوونکۍ باید له انتخاباتو وایستل سی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx