افغانستان

اشرف غني ته د فرمان کسکر ګیله: زما په «انداز» شعرونه مه وایه، په خپله طریقه یې وایه/ویډيو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ زمري، ۱۳۹۹ل):  وروسته له هغه چې اشرف غني مشورتي لویې جرګې ته د وینا په مهال د یوه بل حکومتي چارواکي «عبدالغفور لیوال» شعر تحریف کړ او غلط یې ولوست؛ په ټولنیزو رسنیو کې د شعرونو د تحریفولو له امله مشهور شوي ځوان «فرمان کسکر» خواشیني ښودلې، چې اشرف غني د نوموړي «انداز» پټ کړی او اوس دده په څېر شعرونه وایي.

په ټولنیزو رسنیو باندې د فرمان کسکر له لوري په خپاره شوې ویډيويي پیغام کې نوموړي «اشرف غني» ته د «بابا» خطاب کړی؛ خو ګیله یې کړې، چې اشرف غني اوس دده په «انداز» شعرونه وایي او دې کار یې دده مینوال خفه کړې.

کسکر اشرف غني ته د توصیې په ډول ویلي، چې نور دې دده په «انداز» کې شعرونه نه وایي او خپله طریقه دې زده کړي.

نوموړي په پای کې هغه شعر هم په جالب انداز کې دیکلمه کړی، چې اشرف غني پکې تېروتنې کړې وې او ترې غلط شوی و.

یاده دې وي، چې اشرف غني په خپله وینا د نه تسلط او په  ویناوو، متلونو او شعرونو کې د تېروتنې له امله مشهور دی.

کله هم چې کومې د نوموړي وینا او یا کومې سیمې ته د نوموړي د سفر اعلان خپرېږي، د ټولنیزو رسنیو کاروونکي ورته خوښ وي او دې ته انتظار باسي، چې غني به کله بیا په خپله وینا کې کومه جالبه تېروتنه کوي او یا هم به د کوم شعر په غلط ویلو دوی خندوي.

په ټولنیزو رسنیو کې نوموړی په دوهم «فرمان کسکر» مشهور دی او تر هرې وینا وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ورباندې بحثونه ګرم وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx