شعـــــرونه

وروستۍ هیله/ سید احمد محمودي

سيداحمد محمودي

لکه ستـومان زلفان اشنا خواره واره پراته دي
رخسار ایسار کړه نظرونه پرې ویده پراته دي

ته یې قاتل يې همدا سـتا د خنداکـړس وژلـی
کنه په زړه دومره زخمونه دبل څه پراته دي؟

چې دا داعِش بې رحمه ډلې چاته لارنیولي
که په لیمودې تور باڼه کاږه واږه پراته دي

دهجران دښته کې اشنا ستا د دیدن باران ته
ډیر تږی زړونه لکه مړاوې ګلان مړه پراته دي

دژوند وروستۍ هیلې تر تاخولا اوږده مزلونه
اغـزن، اغـزن لکـه اغـزي زیـږه پـراته دي

کوم به راپورته کړم په کوم یوه به اوښکې توی کړم
ډیرارمانونه نیمه خوادژوندانه پراته دي

“محمودي” روڼ څاڅکي داوښـکو دسبا دزیري
دسـتورو کارکوي چې پاس په ګریوانه پراته دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx