نظــر

د لويو لارو اکثريت غله څوک دي؟«د سترګو ليدلی حال»

ډاکټر شرافت زمان امر

په غزني کې د کندهار لويې لارې د واقعې سره خپله شپږ کاله مخکينۍ د مرګ سره مخ کيدو واقعه او صحنه مې سترګو ته نيغه ودريده!
د “قطاع الطريق” يعنې د لارې شکوونکو مرګ چې اسلام روا ګرځولی دا حديث مو فکر کوم د ليسې دورې په نهم صنف کې ويلی وو چې څو ډوله خلک شته چې مرګ يې روا دی چې د هغې له ډلې يې ( ساحر ، قطاع الطريق ، مرتد او ځينې نور وو )  په دې حکم به اکثره په فکر کې وم چې صرف په لاره شکولو يې ولې مرګ روا دی؟

وخت تيريده له دولسم فارغ شوم  پر مخ مې څو تاره ږيره تازه راغلې وه او په اصطلاح شونډه مو په بريتو توره شوې وه چې له قطاع الطريقو سره په لمړي ځل افغانستان کې مخ شوم کله مې چې په توره تياره کې عملاً د دوۍ افعال، رويه او له يو مسلمان او خپل وطندار سره وحشت او ظلم وليد نو له ځان سره مې وويل چې رښتيا هم اسلام هر اړخيز او د عدل دين دی، دا خلک يې لايق دي چې له منځه ويوړل شي ځکه دوۍ د مؤمنانو ارام او سکون ورڅخه اخلي او په ټولنه کې ويره خپروي نو ځکه دوۍ د ټولنې منفور او بد خلک دي او اسلام د قطاع الطريق مرګ روا ګرځولی…

خير را به شم خپلې د ژوند بدې خاطرې ته چې د‌ خپلو سترګو ليدلی مرګ يې زه بولم ، واقعه داسې وه چې په کال ۲۰۱۴  ديسمبر کې په لمړي ځل چې د پوهنتون داخلې او اسنادو جوړولو لپاره وطن ته راغلی وم ، د ژمي لنډې ورځې وې په هغه ورځ چې بيرته کورته تللم جلال اباد کې مې کارونه لږ څه ځنډ شول او مازيګر کې له جلال اباد زه او يو بل د ليسې ملګری مې روان شو د جلال اباد طورخم په لاره غالباً ګردي کڅ سيمه کې سرِ ماښامي کې د اربکيانو (محلي پوليسو) له پوستې نه ښه په ښکاره سرک ته کسان راوختل په څه بهانه یې ودرولو (چې بيا د واقعې وروسته د ساحې خلکو ويل چې غله همدا محليان” اربکيان” خپله دي مونږ ورته څه نشو ويلی چې جيبونه يې تش شي د چرسو او بنګو خرچې پيدا کولو لپاره لارې ته راوځي) له غلو څو تنو سره يې وسلې وې ، مستقيمآ يې کنځلې بد رد شروع کړل ، د پيسو غوښتلو مخکې د دهشت او تاثير اچولو په خاطر په برچو او د تمانچو په کُنداغونو يې وارونه شروع کړل يو په کې فکر کوم چيرته له کوم عالم يا ملا سره به کوم ورځ تيره کړې وه نو دا چې ما هغه وخت مدرسه ويله ښه سپينه خولۍ او سپين د حافظانو لنګ (دسمال) مې هم په اوږه وو کله چې يوه يې پر ما د برچې وار وکړ لاس مې وينې شو نو دې يوه يې ور غږ کړ چې دا قاري دی مه يې وهه ….!

خير نه چا د قاري لحاظ وکړ او نه يې چا خبره ومنله د بدن وينې مو توی شوې ، د وسلو مرمۍ راته تيرې شوې چې وژنو مو ، په ځوانه ځوانۍ يې مرګ راباندې وليده …

او ښه په سپين سترګۍ يې ټول سامان او پيسې رانه واخيستې….

دا مې د ژوند تر ټولو بده او سخته خاطره وه، افسوس خو پر دې راغی چې کله وپوهيدو غله زمونږ خپل د لارې ساتونکي محلي پوليس وو نو تر اوسه مې دا خبره زړه ته نه غورځي چې محلي پوليس او مليشې دې د وطن د دفاع لپاره راوتلي وي بلکې اکثريت يې د چرسو او ترياکو د خرچې ګټلو لپاره راوتلي چې هغه نه د ولس په وينه ، نه په مال او نه په عزت صرفه کوي خو دا دعا به کوو چې هر څوک وي رب دې هلاک او برباد کړي امين ….

خدای دې نور پر وطن دايمي داسې ورځې راولي چې هم مو عزت خوندي وي هم سر او هم مال…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx