دیني، سیرت او تاریخ

عقائد اسلام«لومړۍ برخه»

ليکوال:مولانا اشرف علي تهانوي

ژباړن ـ محمد عمر حماد

۱ ـ عقیده: نړۍ او ټول مخلوقات پکې لمړۍ نه ول، الله تعالی دا هر څه خلق(پیدا) او موجود کړل.

۲ ـ عقیده: الله تعالی یو دی، چاته محتاج نه دی، نه څوک ترې پیدا شوي او نه له چا څخه پیدا شوی ده او نه څوک برابر او سیال لري.

۳ ـ عقیده: الله تعالی تل وو او تل به وي.

۴ ـ عقیده: د الله تعالی په شان هیڅ شی او هیڅه وجود نه لري، بې مثل او مثاله ذات ده.

۵ ـ عقیده: هغه ذات(الله تعالی) ژوندی ده، په هر څه باندې قدرت لري، هیڅ شی یې له علم څخه بهر نه دي، هر څۀ ګوري، هر څۀ أوري. خبرې کا مګر د هغه خبرې زموږ د خبرو په شان نه دي، هر څه چې وغواړي کوي یې، څوک یې مانع نه شي ګرځېدلای.
یوازې هماغه ذات(الله تعالی) د عبادت لایق ده، شریک او ساری نه لري، پر خپلو بنده ګانو باندې مهربان ده، پادشاه ده، له هره عیبه پاک ده، یوازې هماغه ذات خپل بنده ګان له مصایبو او مشکلاتو څخه ژغوري، د عزت څښتن هماغه ذات ده، لوړوالی او عظمت د هغه ذات ده، د هر څه پیدا کوونکی هماغه ذات ده، هیڅوک د هغه ذات(الله تعالی) پیدا کوونکی نه ده.

د ګناهونو بخښونکی او ډېر قدرتمند ذات ده، ستر نعمت ورکوونکی ذات ده، روزي(رزق) ورکوونکی ذات ده، هر چاته یې چې زړه شي رزق یې کموي او هر چاته یې چې زړه شي رزق یې پراخوي. هر چاته چې یې زړه شي مرتبه یې لوړوي او چاته یې چې زړه شي مرتبه یې ټیټوي، چاته چې وغواړي عزت ورکوي او چاته چې یې زړه وغواړي ذلیل کوي یې.

د عدل او انصاف والا ذات ده، ډېر صبر کوونکی ده، په عبادت او خدمت باندې ثواب ورکوونکی ذات ده، د خپلو بنده ګانو دعاګانې قبلوي، په هر څه باندې احاطه لري، په هر څه باندې حکم چلونکی ذات ده، پر هغه باندې څوک حکم نۀ شي کولای. هیڅ یو کار یې له حکمته خالي نه ده، د ټولو کار جوړونکی ده. ټول مخلوقات هغه ذات پیدا کړي او د قیامت په ورځ یې دوباره را ژوندي کوي، هغه مړه کول او ژوندي کول کوي.

هغه ذات(الله تعالی) د صفاتو پر اساس پېژندل کېږي. د هغه د ذات پر حقیقت باندې هیڅوک نه شي کولای چې پوه شي. د ګنهګارو توبه قبلوي. هر څوک چې د سزا وړ وي سزا ورکوي. یوازې هماغه ذات ده چې هدایت کوونکی ده. هر څۀ چې په کائیناتو کې پېښېږي د هغه د حکم پر اساس پېښږي. بغیر د هغه د حکم څخه یوه ذره خوځیدلای هم نه شي، نه خوب کوي او نه پرکالي پرې راځي، او نه د کائیناتو له ساتنې څخه ستړی کېږي. ټول شیان د هغه قبضه کې دي. ټول ښه او د کمال صفتونه لري، هیڅ د بدو او ناوړه صفاتو لرونکی نه ده،  او هیڅ عیب پکې نشته.

۶ ـ عقیده: د الله تعالی صفات تل ول، تل به وي او هیڅ کله به زایل او له منځه لاړ نه شي.

۷ ـ عقیده: الله تعالی د مخلوق له صفاتو څخه پاک ده. لکه: جسم، سترګې، لاسونه، پښې، خوراک، څښاک، پورته تګ او ښکته راتلل.

ددې ډول صفاتو په څېر کوم صفات چې الله تعالی ته یې په قرآن شریف او احادیثو کې نسبت شوی ده، د ظاهري او لغوي معنی څخه یې د الله تعالی ذات پاک ګڼؤو او حقیقي معنی یې الله تعالی ته سپارو چې یوازې هماغه ذات یې پر معنی باندې پوهېږي او موږ بغیر له بحث او څېړنې څخه په هغه باندې ایمان لرو او پر دې خبره باید یقین لرو چې څه ترې مراد دي هماغه حق دي او د اړتیا په مهال به د هغو صفاتو مناسبه معنی بیانوو مثلاً قرآن کریم کې (یَدُ الله) یعنې د الله تعالی لاس راغلی دی. دا خو په یقین سره ثابته ده چې الله تعالی جسم نه لري نو د نورو مخلوقاتو په څېر جسماني اعضاء(غړي) هم نه لري. مګر حقیقي معنی یې هم نه ده معلومه، نو د (یَدُ الله) اړوند غوره عقیده دا دی چې معنی یې الله تعالی ته وسپارو او له خپله ځانه څه پکې ونۀ وایوو.

که اړتیا پېښه شوه نو مناسبه معنی یې کړو مثلاً د(ید) معنی په قوت سره کړو، مګر ددې با وجود هم باید دا عقیده ونۀ لرو چې د ید څخه مراد قوت ده ځکه دا معنی یوازې زموږ ګومان ده، نو پر دې مهال باید داسې عقیده ولرو چې له ید څخه ممکن مراد قوت وي او یا ممکن بل څۀ معنی ځینې مراد وي.

دا هم باید په یاد ولرو چې دا د سترو علماو کار دی چې د هغوی له خوا به یې معنی کېږي او موږ باید له خپله ځانه معناګانې ورته ونه ټاکوو.

۸ ـ عقیده: هر ښه او بد کار چې په تړۍ کې پېښېږي، الله تعالی د هغه کار په اړه مخکې د هغه کار د واقع کېدو څخه د هغه کار اړوند ازلي او همیشنۍ علم لري او هغه کار د خپل علم مطابق پیدا کوي، دې ته تقدیر وایې. د بدو شیانو د پیدا کېدو اړوند خورا ډېر حکمتونه موجود دي چې هر څوک ورباندې نه پوهېږي.

۹ ـ عقیده: الله تعالی خپلو بنده ګانو ته عقل او اراده ورکړې چې د هغه په واسطه باندې په خپل اختیار سره د ثواب او ګناه کارونه تر سره کوي، مګر بنده ګانو ته یې د فعل او عمل د پیدا کولو قدرت نه ده ورکړی.
الله تعالی د خپلو بنده ګانو د ګناهونو له کبله ناراضه او د نېکو کارونو د تر سره کولو څخه یې راضي کېږي.

۱۰ ـ عقیده: الله تعالی خپلو بنده ګانو ته داسې حکم نه دی کړی چې له ادا کولو څخه یې عاجز وي.

۱۱ ـ عقیده: هیڅ څه پر الله تعالی باندې واجب او لازم نه دي، هر احسان چې کوي دا د هغه فضل ده.

۱۲ عقیده: د الله تعالی له طرفه ډېر پیغمبران د بنده ګانو د هدایت لپاره را لېږل شوي دي چې هغوی ټول له ګناهونو څخه معصوم(پاک) دي.

د پیغمبرانو ریښتینی شمېر یوازې الله تعالی ته معلوم ده. الله تعالی د هغوی د ریښتینولۍ د ثابتولو لپاره د هغوی په لاسونو باندې داسې خارق العاده(د عادت خلاف)  کارونه صادر کړل چې نور مخلوق له هغو کارونو څخه عاجزه ده لکه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ګوتې د اشارې په وسیله د سپوږمۍ دوه ټوکه کېدل یا د موسی علیه السلام له کونټۍ(عصا یا امسا) څخه لوی مار جوړېدل او د نورو پیغمبرانو نور خارق العاده(عادت خلاف) کارونه چې دې ټولو ته معجزه وایي.

لمړنی پیغمبر حضرت ادم علیه السلام وو او آخرین(وروستی) رسول صلی الله علیه وسلم او نور پیغمبران د دوی تر منځ رالېږل شوي دي.ځینې له هغو پیغمبرانو څخه مشهور دي لکه:

حضرت نوح علیه السلام، حضرت ابراهیم علیه السلام، حضرت اسحاق علیه السلام، حضرت اسماعیل علیه السلام، حضرت یعقوب علیه السلام، حضرت یوسف علیه السلام، حضرت داود علیه السلام، حضرت سلیمان علیه السلام، حضرت ایوب علیه السلام، حضرت موسی علیه السلام، حضرت هارون علیه السلام، حضرت ذکریا علیه السلام، حضرت یحی علیه السلام، حضرت عیسي علیه السلام، حضرت الیاس علیه السلام، حضرت الیسع علیه السلام، حضرت یونس علیه السلام، حضرت لوط علیه السلام، حضرت ادریس علیه السلام، حضرت ذوالکفل علیه السلام، حضرت صالح علیه السلام، حضرت هود علیه السلام، حضرت شعیب علیه السلام.

یادښت: دا لړۍ دوام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx