شعـــــرونه

د شپېلۍ فطرتي شور/ ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک

د فطرت سندرېز تار کې د شپېلۍ فطرتي شور دی
په سرکوب سر د سیتار کې د شپېلۍ فطرتي شور دی

چې ښکالو د بغاوت ښکاري،په دې یاغي تشیال کې
تکامل نشته دې ښار کې د شپېلۍ فطرتي شور دی

د شپېلۍ پریکړه ده وړاندي تر عدم د کایناتو
د نړۍ په درست مدار کې د شپېلۍ فطرتي شور دی

د شکلاوو په څپو کې د نغمو مست ابشارونه
د رباب خاموشه تار کې د شپېلۍ فطرتي شور دی

زه پر دې اغزنه لاره،روح په مینه وړم تر داره
ډار له داره نکړم دار کې د شپېلۍ فطرتي شور دی

د هوا پستې چمبې یې، زنګوي زرینې څانګې
د چینې لمرېز چنار کې د شپېلۍ فطرتي شور دی

چې د مینې لطافت به د ثاقب چیرته سیراب شي؟
زموږ د تږي ژوند خمار کې د شپېلۍ فطرتي شور دی

ثاقب خپلواک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx