شعـــــرونه

وږي تږي خلک یو اوبه هوا په سوال غواړو/کاروان

پيرمحمد کاروان

وږي تږي خلک یو اوبه هوا په سوال غواړو
خدای راکړی حق د امن هم په څه جنجال غواړو

زنه د مرمۍ نیسو د اوښکو په نرۍ ګوتو
غږ د ښوونځي د زنګ اذان روغ د بلال غواړو

مونږ له بدرنګیو او له کرکو زاره چاودي یو
مینه مینه ژوند غواړو جانان جانان جمال غواړو

سکاڼه ښاپېرۍ چې د ماښام په مینه ښکل کاندو
سور زیړوکی لمر پټ د شفق په رنګین شال غواړو

دوه اختره تېر دي خو دریم اختر د سولې دی
ځان وخوره سپوږمۍ راته له سره دې هلال غواړو

ناوې د ایشیا چې بیا پاچا د ښاپېریو شي
لوند یې په وږمو د کشمالیو شین رومال غواړو

زړه زړه مو کعبه کعبه د مینې د جمال د رب
کبر چې فیلان کوي نو کبر یې زوال غواړو

دښتو ته او غرونو ته را غواړو مسافر ګلان
جوړې پرې ګومبزې د بوډۍ د زرغونټال غواړو

کټ کټ د ماشوم خندا په تار د غزل و پېیه
دا ځلې کاروانه در نه نوی سُر aو تال غواړو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx