شعـــــرونه

که ځمکه په باران او په شبنم کوي ګلونه/کاروان

پير محمد کاروان

که ځمکه په باران او په شبنم کوي ګلونه
چې اوښکې اوښکې زړه وي نو زړه هم کوي ګلونه

له څانګو یې سپوږمۍ را غځولي دي لاسونه
دا ونه دم په دم په شومه دم کوي ګلونه

ترې لاندې اننګي موسکي موسکي د غنمرنګې
لشې لشې باڼه ته وا غنم کوي ګلونه

که پښه یې په اوبو کې وي که ډک وي له اوبو نه
نه نی کوي ګلونه نه چلم کوي ګلونه

شماله، له مکې د امن زړي دلته راوړه
بیا ګوره چې دوی څنګه په عجم کوي ګلونه

ددې وطن اروا ده له ګلونو را زرغونه
چې سوله وي په کنده کې د بم کوي ګلونه

تصویر یې په بارخو کې د درخو را و ټوکېږي
نغمې چې په رباب کې د آدم کوي ګلونه

نجلۍ لیدلی خوب، چې وي کوتره تکه سپینه
او پَرې یې د سولې د سلم کوي ګلونه

دعا د ملنګانو د ګل مخو در پسې ده
کاروانه بختوره ستا قلم کوي ګلونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx