افغانستانسولې اړوند خبرونه

د کابل د مذاکراټي ټيم مشر: جمهوري نظام باید تلپاتې وي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ زمري، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې له پنځه زره کسیز لست څخه د پاتې څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون حکم لاسلیک شوی او ورسره جوخت بین الافغاني مذاکراتو ته هیلي زیاتې شوې؛ د کابل د مذاکراتي ټيم مشر «محمد معصوم ستانکزی» وایي، په بین الافغاني مذاکراتو کې جمهوریت باید له منځه ولاړ نشي.

نوموړي له «ازادي رادیو» سره په تازه مرکه کې ادعا کړې، چې افغانانو جمهوري نظام منلی او دا نظام باید تلپاتې وي.

ستانکزي ددې پوښتنې په جواب کې چې له طالبانو سره په خبرو کې به یې سره کرښه څه وي؟ ویلي « سرې کرښې عمده مسئله د افغانستان ملي ګټې، د افغانانو غوښتنې، او هغه څه چې افغانستان یوه واحد هدف ته ورسوي چې ټولو افغانانو له غوښتنې سره سم وي، داسې افغانستان چې هم له ځان سره، هم له ګاونډيو هېوادونو سره او په سیمه کې په سوله کې ژوند وکړای شي. ولس واکي او د خلکو حاکمیت په کې حاکم وي.»

هغه زیاته کړې «په افغانستان کې مو یو ولسواک اسلامي جمهوري نظام منلی او دا باید خوندي پاته شي او په همدې حال کې موږ ولې پر هغو ښو شیانو لکه پراختیا او زده کړه او تربیه چې رامنځته شوې او ادارې چې جوړې شوې، خط کش کړو او یو نوی څه رامنځته کړو.»

د معصوم ستانکزي دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې څلور ورځې وړاندې د کابل حکومت له لوري رابلل شوې مشورتي لویې جرګې د پاتې څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون پرېکړه وکړه او په دې توګه یوازینی هغه خنډ چې تر دې دمه د بین الافغاني مذاکراتو په وړاندې لیدل کېده؛ له منځه ولاړ.

داسې تمې شته، چې ښایي په نږدې ورځو کې د بین الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو په دوحه کې پیل شي.

طالبانو تر دې وړاندې په بیا، بیا ویلي وو  که له لست سره سم ددوی پنځه زره بندیان خلاص شي، دوی تیار دي د یوې اوونۍ دننه له ټولو افغان جهتونو سره مذاکراتو ته کېني.

په ورته وخت کې «ملي تلویزون» ته یو شمېر سرچینو ویلي چې ښایي نن ورځ «چهارشنبه» د طالب بندیانو د خلاصون لړۍ پیل او سبا ورځ د کابل مذاکراتي ټيم د دوحې په لوري ولاړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

لمړی : اضغال ختم او خپلواکی تر لاسه کول اړین وو هغه د الله ج په نصرت تر سره شو. دوهم : تر اشغال وروسته د اشغال بقایا او تفاله یعنی د کابل اداره به هم د نجیب ګاو د برخه لیک سره مخ کیږی دریم : جمهوریت او دموکراسی خو د اشغال محصول او تپل شوی ، الحادی او وارد شوی ناولتیا و ه د اشغال د ختم سره د هغوی بقایا هم محوه کیږی څلورم : مجاهد اولس او مجاهدینو کرزی، غنی او دهغوی غلام ټیمونه له افغانیت ، اسلامیت او حتی انسانیت بی برخی کړی دوی نه… نور لوستل »

جمیل

دا غلام وایی چی افغانانو جمهوریت منلی ، هو هغو افغانانو جمهوریت منلی دی چی د امریکا اشغال ، د کفارو تسلط ، فساد ، فحشاء او نور فسق و فساد یی منلی دی خو دا ټول د کفری اشغال سره یوځای د منځه تلونکی دی . که خیر مو غواړی اوس لا تښتی او د خپلو بادارانو تر سیوری لاندی لکه څنګه چی ټوله اقارب مو اوسیږی ژوند وکړی کنه د دی ولس محکمه او سخته سزاء درته ګوری او پدی هم پوه سی چی په اسلامی نظام کی خائن ، مفسد ، فاحش ، غل ، ..او فاجر… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x