افغانستانسولې اړوند خبرونه

مصالحې شورا: اوربند به د بین الافغاني مذاکراتو د لومړي پړاو اصلي موضوع وي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ زمري، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې یو شمېر سرچینې په نږدې راتلونکې کې د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو خبر ورکوي؛ د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا وایي، د بین الافغاني مذاکراتو په لومړي پړاو کې به د اوربند په اړه بحث کېږي.

د پخلاینې عالي شورا ویاند «فریدون خوځون» وایي، د بین الافغاني مذاکراتو لپاره اجنډا ترتیب شوې او ډېر ژر به دغه مذاکرات پيل شي.

نوموړي زیاته کړې « لومړنۍ اجنډا به په افغانستان کې د دایمي او سراسري اوربند اعلان وي چې په دې اړه به خبره کوو. زموږ تمه دا ده چې په دې برخه کې یوه توافق ته سره ورسېږو، ځکه اوربند د افغانستان د خلکو غوښتنه ده.»

دغه څرګندونې وروسته له هغه دي، چې د پاتې څلور سوه طالب بندیانو په خلاصون پرېکړه وشوه او د بین الافغاني مذاکراتو د پيل په مخکې لیدل کېدونکی یوازینی خنډ له منځه ولاړ.

طالبان وایي، که بندیان یې ټول خلاص شي دوی تیار دي له ټولو افغان جهتونو سره مذاکراتو ته کېني.

ویل کېږي د خبرو په لومړی پړاو به په قطر کې ترسره شي او د طالبانو له لوري به د مذاکراتي ټیم مشري د شیر عباس ستانکزي په غاړه وي.

ورته مهال یو شمېر سرچینو ملي تلویزون ته ویلي، چې نن «چهارشنبه» د طالب بندیانو د خلاصون لړۍ پیلېږي او سبا به د کابل د مذاکراتي ټيم غړي د قطر په لور ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

دا خبره چه ( اوربند به د بین الافغانی مذاکراتو لمړی برخه وی ) سمه مګر له ناسمی خولی خارج شوی

جميل

تر څو چی افغان مجاهدين خپلی هيلی او مقصد ته چی هغه د اسلامی نظام راوستل او قائمول دی نه وی رسيدلی اوربند ناممکنه ښکاری .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x