افغانستان

بهرني ځواکونه د هوایي ډګرونو د مدیریت مسئولیت د کابل حکومت  ته سپاري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ زمري، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې له شوي توافق سره سم، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده؛ د ملکي هوایي چلند اداره وایي، بهرنیان د هوایي ډګرونو د مدیریت مسئولیت خپلو افغان همکارانو ته سپاري.

د ملکي هوایي چلند ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ یې د بهرنیو ځواکونو د پرېکنده ماموریت، د امریکا د سفارت او  د دفاع وزارت او امنیت شورا له چارواکو سره پرلیکه خبرې کړې او له «بهرنیانو څخه افغانانو ته» د هوایي ډګرونو د مسئولیت تسلیمولو په اړه یې خبرې کړې.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي «پرېکړه وشوه، چې د ټولو دخیلو بنسټونو له لوري یوه ګډه کاري کمېټه جوړه شي، تر څو د ناټو د قاطع ماموریت له چارواکو څخه د هوایي ډګرونو د مسئولیتونو د انتقال پروسه په ښه ډول مدیریت شي او په دې برخه کې شته اړتیاوې پوره کړل شي.»

د ملکي هوایي چلند ادارې رییس «محمد قاسم وفايي زاده» له بهرنیو ځواکونو مننه کړې چې د هیواد په هوایي ډګرونو کې یې له دوی سره مرسته کړې.

یاده دې وي، چې افغانستان ته د ناټو ځواکونو تر راتګ وروسته تر څو کلونو پورې د ټولو هوایي ډګرونو د مدیریت مسئولیت له بهرنیانو سره وو؛ او د کابل حکومت چارواکو ته پکې ونډه نه وه؛ خو وروسته د کابل د نړیوال هوایي ډګر مسئولیت د کابل حکومت چارواکو ته وسپارل شو؛ خو د هیواد ګڼ نور ډګرونه لا هم د بهرنیانو له لوري اداره کېږي.

د کابل حکومت چارواکو ته د هوایي ډګرونو د مسئولیتونو د انتقال راپورونه داسې مهال دي، چې امریکایي او ناټو ځواکونو له افغانستانه د وتلو لړۍ پیل کړې او زرګونه بهرني عسکر له طالبانو سره د شوي توافق له مخې وتلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

څنګه طالبانو ته یی ونسپاری؟ په تړون کی طالبانو باید یو دوه هوایی میدانونه هم غوښتلی وای سره له یو دوه طیارو.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x