روغتیا

نیوزیلاند «۱۰۲» ورځې وروسته د کرونا لومړۍ پېښې ثبت کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ زمری، ۱۳۹۹ل): د نیوزیلاند هېواد په لومړي ځل په تېرو ۱۰۰ ورځو کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښې ثبت کړې، ددغه هېواد لومړۍ وزیرې جیکندا ارډرن تر ټولو لوی ښار آکلینډ کې له خلکو «په کور کې پاتې شئ» ګرځبندیز غوښتنه وکړه.

وروسته له دې چې نږدې درې نیمې میاشتې وړاندې نیوزیلاند هېواد د کرونا پر وړاندې د بریا ترلاسه کولو په لړ کې نړیواله ستاینه ترلاسه کړه، آرډرن وویل چې د سه شنبې په ورځ (اګست په ۱۱مه) په آکلینډ ښار کې په یوې کورنۍ کې د نامعلومې سرچینې څخه څلور پېښې موندل شوي او له یوه زیات ځایونه اغیزمن شوي دي.

ددغه هېواد لومړۍ وزیرې وویل؛ «په ۱۰۲ ورځو کې د مدیریتوب یا له قرنطیني تاسیساتو بهر موږ د کرونا ویروس (کوویډ-۱۹) لومړۍ پېښې ثبت کړې، په داسې حال کې چې موږ دغې ډول سناریوګانو ته په کافي اندازه جدي کار کړی، موږ ددې لپاره پلان جوړ او چمتو کړی دی».

هغې زیاته کړه چې د چهارشنبې ورځې څخه به آکلینډ ښار دریمې درجې ته بوتلل شي، په دې معنا چې له خلکو به وغوښتل شي په کورونو کې پاتې شي، ښوونځي، میخانې او یو شمېر نورې سوداګرۍ به لږ تر لږه د دریو ورځو لپاره وتړل شي.

د نوموړې په وینا، د هېواد پاتې برخې به دویمې درجې ته بوتلل شي، چې فزیکي واټن به مراعات شي او ځینې محدودیتونه به بیا معرفي شي. هغې د نورو پېښو ثبتېدلو خبرداری هم ورکړی دی.

تر تیرې سه شنبې ورځې د روغتیا نړیوال سازمان د نیوزیلاند هېواد د کرونا په مخنیوي او ددې ویروس پر وړاندې بریا ترلاسه کولو کې د نورو هېوادونو لپاره د بیلګې په توګه کاروه، چې «ټولنې په بریالیتوب سره ددې د خپریدو مخه ونیوله».

نیوزیلاند کې د کرونا ویروس ټولې ۱۵۷۰ پېښې ثبت شوي په داسې حال کې ۲۲ کسان مړه شوي او له څلورو نویو پېښو پرته پاتې ټول کسان بیرته روغ شوي دي.

نیوزیلاند د مئۍ میاشتې له لومړۍ نيټې راهیسې د ټولنیز واټن مراعاتول ختم کړي، دغه راز کله چې یې روغتیایي چارواکو صفر نوې پېښې راپور کړې او وروستۍ ناروغ هم له روغېدو وروسته رخصت شو، د جون میاشتې راهیسې په ټول هېواد کې پر پنځه ملیونه نفوسو ګرځبندیز ختم کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x