نظــر

طالبه! اوس دې قدم وه نه ښویېږي…!

عزام مهاجر

د تاریخ له لوستلو وروسته دا خبره ثابتیږي چې هر څومره اسلامي هیوادونه چې د پردیو او کفارو له لورې اشغال شوي او مستعمره شوي دي، آخر کار خارجي یرغلګر له اسلامي هیوادونو څخه په یوه نه یوه کیفیت وتلي دي او د اشغال د خاتمې تحقق یقیني شوی دی. په ځانګړې ډول په تېرو دوو پېړیو کې چې د انګریزیانو، فرانسویانو او یا ایټالویانو له لورې د افریقا او اسیا کومه هیوادونه اشغال شوي دي، ټولو یې د کیفیت د بدلون سره آزادي اخیستې ده او خپله استعماري قوتونو هغه سیمې پرې ایښي دي.

خو یو شی چې تر ټولو مهم دی، هغه دا دی چې هغه اسلامي هیوادونه چې په لسیزو او پېړیو اسلام پکې حاکم پاتي شوی دی او د یو نظام په حیث یې د خلګو ژوند اداره کړی دی، داشغال له خاتمې وروسته اسلام پکې نه دی حاکم شوی. مستعمرینو چې هلته د حاکمې طبقې په توګه تر شا کوم ډول نظامونه یا خلګ په اقتدار کې پرې ایښي دي، هغه سیکولر، آزاد خیاله، کمونیسټ او یا سوشلسټ نظامونه وي، چې اسلام پکې تر مسجد، محراب او مدرسې او یا د خلګو تر شخصي ژوندانه پورې محدود پاتي شوی دی او نور د تحکیم او نفاذ یا د اسلامي خاوري د اداره کولو په مجال کې د اسلام پر ځای هغو نظامونو او طبقو ته ځای ورکول شوی دی چې مستعمرینو راوړي او هغوئ ته د منلو وړ وي. اصل هغه هدف چې لپاره یې مسلمانانو د اشغال په دوران کې قربانۍ ورکړي وي، وینې یې پرې توی کړي وي، هجرتونه، زندان، وهل، شړل او تبعید یې زغملي وي، هغه د خاورو سره خاوري شوی او د لکونو مسلمانانو د وینو او ارمانونو سره خیانت شوی دی. د بېلګي په ډول د ځینې هیوادونو یادونه کوو:

• تیونس

تیونس چې د افریقا په شمال کې د لیبیا، الجیریا او روم بحیرې تر منځ پروت عربي هیواد دی، په ۱۸۸۱م کال کې د فرانسې له لورې اشغال او په ۱۹۵۶م کې آزاد شو. د اشغال په دې ۷۰ کلنۍ دوره کې مسلمانانو د فرانسوي استعمار سره دېرې خونړۍ جګړې او مقاومت وکړ، په زرګونو مسلمانان او مجاهدین شهیدان، بې کوره او مهاجر شول او له زرګونو نورو زندانونه ډک شول. د مسلمانانو د جهاد او مقاومت اندازه له دې څخه وکړئ چې یوازي د ۱۹۵۳م او ۱۹۵۴م کال تر منځ ۱۳۴ خونړۍ جګړې رامنځته شوې او سلګونه مجاهدین پکې شهیدان شول. خو کله چې په ۱۹۵۶م کال کې آزاد شو، نو د دې پر ځای چې د مسلمانانو د بې سارې قربانیو قدر وشي او په نتیجه کې یې یو اسلامي نظام رامنځته کړای شي، لومړي صدر الحبیب بورقیبه هلته د اصلاحاتو او تجدد سلسله پیل کړه او هیواد یې د سیکولرې ترکیې پر لاره اچولو. د تعدد ازدواج آزادي چې مسلم شرعي اختیار دی، یې محدوده کړه او هغه یې یو د تعذیر وړ جرم وباله. پر خاوند یې پابندي ولګول چې خپلې مېرمنې ته د هغې له خوښې پرته د طلاق ورکولو حق نه لري. طلاق فقط د محکمې له لارې کېدی شي. د ښځو آزادي یې عامه کړه، هغوئ یې تر پارلمان، دفترونو او بازارونو پورې ورسولې، په سیاسي محفلونو کې به ښځې د نارینه وو سره اوږه په اوږه ولاړې وې. د شرعي محاکمو هغه اختیارات یې سلب کړل چې پر اساس به یې هغوئ اسلامي قوانین تطبیقول. مطلب دا چې اسلام پکې تر دې حده تر پښو لاندې او مسخه شو چې خپله صدر د قرآن کریم له انکار او د محمد صلی الله علیه وسلم له توهین څخه هیڅ ډډه نه کول او په یو اسلامي هیواد کې به یې برالا په کانفرنسونو کې ویل چې په قرآن کریم کې تضادات شته، د موسی علیه السلام د لکړې او د اصحاب کهف قصه د هیڅ عقلي توجیه وړ او د نه منلو نه دي. محمد صلی الله علیه وسلم یو ساده انسان و چې د عربو په صحرا کې به یې سفرونه کول او د هغې زمانې خرافات به یې رانقلول.(نعوذبالله من ذالک)

په ۱۹۵۸م کال کې د جنوري پر ۲۹ نېټه د پاریس مشهورې ورځپاڼې LE MONDE د «آزاد تیونس د دریم کال په دروازه کې» عنوان لاندې د تیونس د حالاتو او د اسلام د تحریف په اړه یوه اوږده مقاله نشر کړه چې آخرې جمله یې داسې وه:

« د تیونس اهل الحل والعقد چې هر ډول اعلان وکړي، خو تونسي قانوني مسوده له صحیح اسلامي قانون څخه دومره مختلفه ده لکه څومره چې د ترکیې سیکولر سول کوډ(دیواني قانون) مختلف دی.»

• هندوستان

هندوستان چې ۳۳۱ کاله مغلو اسلامي حکومت پرې وکړ او په ۱۸۵۷م کال کې د انګریز له لورې اشغال شو، هندي مسلمانانو په ځانګړي ډول علماوو یې په وړاندې سخت مقاومت او جهادونه وکړل، زرګونه بې ګناه مسلمانان ووژل شول، بې شمېره علماء په ونو وځړول شول او اعدام شول، بې شمېره پر توپونو وتړل شول او والوزول شول او ډېر یې په زندانونو کې واچول شول. بې شمېره جهادي خوځښتونه لکه د ټیپو سلطان، امیر حیدر علي خان، سید احمد شهید او داسې نور راپورته شول او قربانۍ یې ورکړې. خو کله چې اشغال ختم شو او انګریز له هغه ځایه ووت، پر ځای یې که خپله په اوسني هند کې و او که ورڅخه په بېلو شوو برخو بنګله دیش او پاکستان کې و، داسې نظامونه رامنځته شول چې یا خو په بشپړ ډول هندي کفري نظامونه دي او یا داسې دې چې نوم د اسلام پرې یادیږي خو نور په بشپړ ډول ډیموکرات دي چې اسلام یې د عوامو تر شخصي ژوندانه پورې محدود دی، په حکم او قانون کې ټول جمهوري دي.

• افغانستان

افغانستان د ډېرو اشغالګرو او مستعمرینو په خلاف وجنګېدی، خو کله چې هم اشغالګرو دا خاوره پرې ایښې ده، اسلامي نظام د حاکم په توګه نه دی پکې نافذ شوی او پر ځا یې یا غربي سیکولر نظامونه رامنځته کړل شوي دي او یا هم شخصي پاټکونه او د باج ګذازۍ سیسټمونه پکې انسټال شوي دي. د انګریز په خلاف مسلمان افغان ملت مقاومت وکړ، شهیدان او قربانۍ یې ورکړې او ټوک ټوک شول. خو کله چې انګریز له دې ځایه ووت، په نتیجه کې یې د امان الله خان سیکولر نظام رامنځته شو چې د ښځي حریت، آزادۍ او بې پردګۍ ته یې داسې ترویج ورکاوه چې په زور به یې په افغاني غیور ولس تپل. د یو اسلامي نظام پر ځای یې پردی فکر او تمدن دلته نافذ کړل او د مسلمانانو په منحرفولو کې یې له سستۍ څخه کار وانخیست.

له هغه وروسته د شوروي اتحاد په خلاف جهاد وشو، په ملیونونو انسانان شهیدان، بې کور، مهاجرین او وشړل شول، خو د دې دومره قربانیو او جهاد په نتیجه کې د شوروي له ماتې وروسته هم دلته یو اسلامي نظام نافذ نه شو، بلکې د اقتدار وږو او هوس پرستانو د واک پر سر خپل منځۍ جګړو او شخړو ته ترجیح ورکړه او یا یې د لارو پر سرونو پاټکونه جوړ کړل چې د افغان مظلوم ولس له شکولو، ربړولو، وژلو، سپکولو او بې پته کولو څخه نیولې له هیڅ نوع جنایت او وحشت څخه یې ډډه ونه کړل.

دادی په افغانستان کې یو بل اشغال پر ختمېدو دی او د نړۍ یو بل زبر ځواک په ګونډو شو. هغه ونه چې ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله کښېنولې وه او دا نولس کاله د شهیدانو، فدایانو او مظلوم ولس په وینو خړوبه شول، اوس ثمر ته رسېدلې او د مېوې اخیستلو وخت یې دی. طالبه! اوس له تا څخه د دې ونې ثمر ضایع نه شي او قدم دې د تېرو څو مثالونو په رڼا کې تېرو شوو هیوادونو او نظامونو په څېر ونه ښویېږي. له تا څخه د لکونو مجاهدینو او شهیدانو وینې ضایع نه شي؛ د خپل ولس درد او کړاو دې هېر نه شي؛ د هغوئ مظلومه ورځ او وینه بیونکی پرهر دې بایدله زړه او دماغ څخه ذهول ونه کړي او خدای مکړه د یو داسې نظام چې اسلام پکې حاکم او غالب وي، هغه چې دا ولس یې له کلونو په ارمان ناست دی، پر ځای یو داسې سیکولر، لبرل یا کوم بل غیر اسلامي نظام را نه شي چې اولویات پکې نورو نظریاتو او عقیدو ته وي او اسلام پکې ثانوي او کناره یي پاتي شي. ته اوس یوې داسې حساسې منطقي مرحلې ته داخلېږې چې له تېرو شویو مرحلو څخه په څو ځله سخته او ستونزمنه ده. دلته دې باید هر قدم په حزم او احتیاط سره وي، دلته له یوه سانتي میتر څخه په تنزل کولوسره د وخت په تېرېدلو هغه په کیلومیترونو بدلیږي او ستا او هغه هدف تر منځ دې بې اندازې واټن راولې د کوم لپاره چې دې دا نولس کاله د نړۍ دښمني په سر اخیستې وه او له هیڅ قربانۍ څخه دې پکې دریغ ونه کړ. په اوسنۍ مرحله کې باید هرې نکتې او حاشیې ته ځیر او پرې ټینګ شي تر څو دې له خپل مسیر څخه وانه ړوي او د شهیدانو، یتیمانو او کونډیانو د حقوقو سره د لاوبالۍ کولو له امله عندالله مسئول نه شې. اسلامي نظام، حکم او ارزښتونه دې باید له اولویاتو څخه وي او له هغو څخه په هیڅ صورت باید تنزل ونه شي و لو که یې له امله نور ډېر منفعتونه فوت کیږي.

طالبه! زه پر تا بې باوره نه یم چې د هغه څه په اړه دې مخاطبوم کوم چې ستا له اساسي اهدافو څخه دی او نه درته د نصیحت کولو هڅه کوم. ځکه ستا له الله تعالی څخه وېره، د خپل هدف سره وفا، پر مسیر ثابت قدمي، پر خپله ژمنه کلک پاتې کېدل او د خپلو ټولو اسلامي او ملي ارزښتونو په زړه او فکر کې لرل له دې لوړ دي چې زما په څیر د دې کاروان مل یو عادي فرد دي تاته سپارښتنه وکړي، بلکې دا یوه داعیه وه چې په زړه کې مې پیدا شوه او ومې غوښتل چې فقط د تذکیر په حیث یې په دې هیله ستاسره شریکه کړم چې که چیري ستا لپاره د هغې خبرې چې ستا له ذهن څخه یې د سختیو او امتحانونو له امله عارضي ذهول کړی وي او له امله به یې اسلام او راتلونکې اسلامي نظام ته پرې لویه نفع ورسیږي، په دریاده کولو کې مرستندویه ثابته شي، نو زما لمن یې هم له ثوابه خالي پاتې نه شي.

د یو ریښتیني اسلامي نظام په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

د ډیرو موئمنو ، غازیانو ، کړیدلی او زوریدلی مظلومو مسلمانانو دعاوی په پسی دی و به نه ښویږی ان شاءالله تعالی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x