افغانستان

بشري حقونو خپلواک کمېسیون: غور کې دولتي عسکرو اوولس تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون وایي، د غور ولایت په دولتیار ولسوالۍ کې دولتي عسکرو اوولس تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوې ورځې وړاندې د روانې زمري میاشتې په «۲۰» مه نېټه دولتي ځواکونو له طالبانو سره د جګړې په مهال هاوانونه فیر کړي، چې له امله یې شپږ تنه وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي.

د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون پېښه غندلې او د جګړې له ښکېلو اړخونو يې غوښتي، چې د جګړې په مهال د ملکي وګړو ساتنې ته پاملرنه وکړي او د ملکي وګړو له کورونو څخه د «سپر» په توګه ګټه وانخلي.

یاده دې وي، چې وړمه ورځ د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ اړوند «قاضیانو» کلي کې د اربکیانو او طالبانو تر منځ د جګړې په مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي وو او د دولتي سرچینو له لوري ادعا شوې وه، چې په سیمه کې یو غیرمسئول قوماندان د ملکی وګړو پر کورونو هاوانونه ویشتل شوي چې له امله یې ولسي مرګ ژوبله رامنځ ته شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x