افغانستان

طالبان: کابل اداره د یوې داعشي ډلې په مټ د پاتې طالب بندیانو پر انتقالوونکو نقلیه وسایطو د برید نیت لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ زمري، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې له اوږدې مودې جنجالونو وروسته مشورتي لویې جرګې کابل حکومت ته له پنځه زره کسیز لست څخه د پاتې څلور سوه  طالب بندیانو د خلاصون مشوره ورکړه او تمه ده په نږدې ورځو کې د هغوی د خلاصون لړۍ پیل شي؛ طالبان د خپلو استخباراتو معلوماتو په بنسټ خبرداری ورکوي، چې د یادو بندیانو په وړاندې جدي امنیتي خطرونه په لاره اچول شوي.

د طالبانو له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددوی د مستندو استخباراتي معلوماتو په اساس له پلچرخي زندان څخه د پاتې طالب بندیانو د خلاصون د پروسې په وړاندې جدي امنیتي خطر متوجه دی او « یوه داعشي ډله د کابل ادارې د استخباراتو، د ځينو نظامیانو او د زندان د امنیتي پوستو د قومندانانو په مرسته، هماهنګي  او همکارۍ اراده لري چې په هغو نقلیه وسائطو  باندې  برید ترسره کړي چې د پلچرخي له زندان څخه به باقې پاتې بندیان انتقالوي.»

د طالبانو په خبره « دوی غواړي چې په دې جنایت سره د مذاکراتو پروسه مختل کړي او همدا راز له دغو بندیانو څخه خپل غچ واخلي.»

طالبانو ددې تر څنګ په «مصئونه» توګه د بندیانو د انتقال پروسې د ترسره کولو غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې « خدای مه کړه د کوم خطر د پيښیدو په صورت کې به ټول هغه جهتونه مسئول وي چې په دې برخه کې غفلت وکړي.»

د طالبانو له لوري پورته خبرداری داسې مهال دی، چې تر دې وړاندې هم هغوی په بیا، بیا د مستندو معلوماتو په شریکولو سره یاده کړې وه، چې د دوحې د توافقنامې په اساس له زندانونو خلاصو شویو طالب بندیانو باندې د «کابل ادارې» له لوري چاپې وهل کېږي، بریدونه ورباندې کېږي او د کورنۍ غړو  او خپلوانو ته یې زیانونه اړول کېږي.

څه موده وړاندې د هرات ولایت په «ګذره» ولسوالۍ کې دولتي چورلکو هغه مراسم بمبار کړل، چې د یوه تازه خلاص شوي طالب بندي په خوښۍ کې جوړ شوي وو. د یاد برید له امله تر اویا پورې ملکي وګړي مړه او ټپیان شول.

طالبانو څرګنده کړې، چې پر تازه خلاص شویو طالب بندیانو باندې بریدونه به هغوی اړ باسي چې له «عادي ژوند» څخه لاس په سر او بیا ځلې وسلې ته لاس کړي.

پنځه زره طالب بندیان چې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې توافقنامې په بنسټ یې حکومت په خلاصولو مکلف دی؛ په وړاندې یې د امنیتي ستونزو راپورونه داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې د پاتې طالب بندیانو د خلاصون له حکم ورکول کېدو سره سم د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته هیلې راټوکېدلې او تمې شته چې ښايي په نږدې ورځو کې دوحه کې د یادو مذاکراتو لومړی پړاو پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x