طالبانو سره د تړون پرخلاف امریکايي ځواکونو یوځل بیا په لوګر ولایت کې هوايي برید کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ زمري، ۱۳۹۹ل): طالبانو د امریکا متحدو ایالتونه له دې امله پړ بللي چې د سولې تړون پر خلاف یې یوځل بیا په لوګر ولایت کې هوايي برید کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي تیلیفوني پیغام کې ویلي، امریکايي ځواکونو تیره شپه د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ په بني شیرافغان سیمه کې د ملکي خلکو پر یو کور «ډرون» برید کړی:

«تیره شپه د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ اړوند بنی شیرافغان سیمه کې امریکایي اشغالګرو له توافقنامې څخه د مککرو سرغړونو په دوام په ملکي خلکو د ډرون په وسیله برید وکړ.»

د سرچینې په خبره په هوايي برید کې د دوه سپینږیرو او یو ځوان په ګډون ۳ تنه په «شهادت» رسیدلي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې امریکايي ځواکونه له طالبانو سره د لاسلیک کړې توافقنامې خلاف په طالبانو او ملکیان هوايي بریدونه کوي، بلکې تردې وړاندې یې هم د هېواد په مختلفو ولایتونو کې ورته بریدونه کړي، چې طالبانو یې د بدو پایلو په اړه خبرداری ورکړی وو.