نظــر

امریکا؛ او په شا شاتګ کې کاوبای کردارونه!

استاد محمد زمان مزمل

هغه مهال چې د امریکا د تجارتي مرکز وروستۍ لوخړې اسمان ته پرې پرې روانې وې بوش په یو تر لوخړې تیاره وینا کې د پېښې عاملین پناه ورکونکي بلکې سیمه د پاکستان په شمول داسې وګواښله چې تر دغې لوخړې زیاته لوخړه د بوش له وینا پورته کېدله.

په یو مختصر تیلیفون چې مشرف ته یې پدې اړه وکړ هغه په کې ټول پاکستان د یوې اډې په طور د امریکا په خدمت کې د پهلې پاکستان د سیاسي موړ په ایجاد په اختیار کې ورکړ.

حقیقیت دا دی چې یوویشتمه پیړۍ به تر دغې حادثې ترخه او تر دغه عکس العمل چې شل کاله یې د شوروي د سوې ځمکې په ګنډواله افغانستان کې د امریکا د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د وسلو ذخیرې تر بمونو د مور بم پورې استعمال کړې چا فکر کاوه چې پدې دومره لوی ائتلاف او لوی عکس العمل کې به طالب او افغانستان ژوندي پاتې شي او بیابه د بوش د ځایناستو سره په قطر کې د طالب د ناکام حریف حامیانو سره په قطر کې مذاکرات وکړي او طالب به پکې امریکا ددغې سیاسي تړون یو طرف وزغمي دا ټول ناشوني په افغانستان کې وشول.

ددې کاوبای تجاوز داستان له هغوی کورنیو وپوښتئ چې اوس یې دروازې قلف دي که دا یعنې د مړو نه پوښتنه کول چاته ملنډې ښکاري نو کاناډا ته د امریکا ژوندیو تخو فوځیانو نه یې وپوښتئ چې په افغانستان کې مو د سپینې ماڼۍ پالیسي څه لاسته راوړنې درلودې او ولې مو امریکا په کاناډا بدله کړه.

په افغانستان کې د امریکا د جنګ کارنامې د شوروي نه لویې لوغړنې او ستوغې وې په توره تیاره کې ستن په نښه کونکې امریکا پدې هېواد کې امریکا ماشوم د مور په غیږ کې چوپ او غلی کاوه په تېره چې په دې پروپاګنده کې پالل شوو افغانانو د واقعیت درې برابره ددغه اشغال د بړبوکۍ پر هیبت نور هم اضافه کول، ولې حقیقت دا دی چې د ویتنام د ماتې نه زده کونکې امریکا په افغانستان کې د اولس کلن جنګ په دوران کې د شاتګ یوه لویه کاوبای کارنامه وکړه او هغه دا چې لویو جنرالانو یې وویل:
دا جنګ فاتح نلري.

دویمه د شاتګ لویه کارنامه پکې د قطر د دفتر او بیا د مذاکراتو او تر تړون او امضاء پورې هغه کارنامې دي چې د کابل د تروریزم د جبهې یاران یې فکر کوي امریکا له طالب سره سوله نه بلکې سیاسي لوبه کې روان دی.

دا چې د افغانستان په باب او هلته د ښځو خشونت بلکې جمهوریت او امریکایي لاسته راوړنو په اړه د ټرمپ حریف او د کابل د سراب لابي کونکو مشرانو امید جوبایډن وویل چې موږ ددې ټولو په اړه د صفر سیاست په مسیر کې روان یو دا او هغه درې ورځې مخکې چې د لویې جرګې د دائرونکي ارګ په اړه  سپینې ماڼۍ کومې دړکې یوه د بلې پسې د طالب حریف کابل ته ورکړې دا د امریکا د شاتګ هغه کاوبای کارنامې دي چې امریکا غواړي د شوروي د حسن چپ په کوڅه له افغانستان نه ځان وباسي.

لوی هېوادونه لویې غلطۍ کوي ولې امریکا زموږ د کابلي زممدارانو په شان له ښاره وځي خو له نخره نه، که افغانستان نشي خواړلی نو امریکا خو د افغانستان لس برابره لوی هېواد دی له هغه خو نه چا شړلی او نه رټلی، او بیا چې دا ملک د امریکا په زور ونه خوړل شو نو د ویتنامیانو غوندې دې د هلیکوپترو پسې منډې نه وهي اخر دې هېواد ته زموږ د ماشومتوب د دورې هغه مٌلا او استاد راځي چې ددغو امریکایانو نه پرته امید دی چې د ډیرو نورو نه مو وژغوري او نن کابل د همدغسې موج په مسیر کې د بدلېدو په حال کې دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx