ترافیکي پېښې د زوم او ناوې په ګډون ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ زمري، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي په بامیانو ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله د زوم او ناوې په ګډون ۱۸ تنو ته د مرګ ژوبلې اووښتو خبر ورکوي.

دا پېښه دوه ورځې وړاندې د بامیان ولایت په ورس ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوې، کله چې د زوم او ناوې د سپرلۍ موټر له سړک نه اووښتی او یوې درې ته لویدلی ؤ.

د بامیان د والي ویاند لطیف عظیمي وايي، په دغه پېښه کې د زوم، ناوې او ۳ ښځو په ګډون ۵ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د موټر چلوونکو بې احتیاطي او خراب سړکونه افغانستان کې د زیاتره ترافیکي پېښو لامل کیږي، چې هر کال زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.