افغانستان

طالبانو په تخار ولایت کې د «تاریخي» لیسې سوځول غندلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ زمري، ۱۳۹۹ل):طالبانو د تخار ولایت په مرکز تالقاتو ښار کې د «ابوعثمان تالقاني» تاریخي لیسې سوځول غندلي او دا کار یې د «دښمن» یوه بدناموونکې هڅه بللې ده.

ناڅرګندو ټوپکوالو تیره شپه د تخار ولایت مرکز تالقانو ښار کې امنیه قومندانۍ ته څېرمه د

تیره شپه دتخار مرکزتالقانو کې امنیه قومندانۍ او استخباراتو ودانیو ته نژدې دابوعثمان تالقاني په نوم لیسې ته اور اچولی او تښتېدلي، چې له امله یې د یادې لیسې ګڼ اطاقونه او کمپیوټرونه سوځېدلي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه دغه پېښه په کلکه غندلې ده:

«تیره شپه دتخار مرکزتالقانو کې امنیه قومندانۍ او استخباراتو ودانیو ته نژدې دابوعثمان تالقاني په نوم لیسې ته اور اچول شوی. دغه پیښه په مجاهدینو پورې اړه نه لري،اسلامي امارت دتعلیمی مراکزو دتخریب پالیسي نه لري،بلکې ساتنه یې کوي. داسي ښکاري چې دا د دښمن یوه بدنامونکې هڅه ده.»

دا لومړی ځل نه دی چې د حکومتي عسکرو تر واک لاندې ساحه کې لیسې او ښوونیز مراکز سوځول کیږي او ویجاړیږي، بلکې تردې وړاندې په ننګرهار، فراه او یو شمېر نورو ولایاتو کې هم د دولتي عسکرو په څو سوه مترۍ کې ښوونځي او لیسې سوځول شوي او دولت یې په اړه خاموشي اختیار کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x