نظــر

کلابند کابل؛ او په ارګ کې د فتحو بایلونکي حریفان!

استاد محمد زمان مزمل

یو ځل مې په جده کې د مسلمانانو په یوه غونډه کې حصه واخیسته او کله چې له سټیج کوز شوم نو زما پر ځای د جدي د پوهنتون ځوان استاد ناصر سعید پورته شو او نیمه مقاله یې زما په توصیف روانه وه ،کله چې له سټیج راوګرځید ماته یې په یوه کاواکه عربي لهجه وویل:
تاسې افغان مجاهدینو د دنیا مسلمانان د خپل کردار په اول پړوا کې څلورم اسمان ته پورته کړل ولې په دویم نېمګړي پړاو کې مو دغه اسمان ته پورته کړي مسلمانان په یوه اوږد پرېواته کې بې وسیلې پرېښودل چې د لس کلن کورني جنګ وروسته هم لا ځمکې ته ندي رارسیدلي ماته یې وویل دغه تجربه او نېمګړتیا یې پاتې نسلو ته ولیکئ چې بل کمعقل طرف پرې تکرار ور برابر نشي.

ماته یې وویل زه فکر کوم یوازې څوک چې کولای شي هغه ته یې ،ما پکې هغه ته د خپلې بې وسۍ چې یوه پکې د نه یاداشتو خبره ده اوږده کیسه وکړه، ولې هغه بیا ټینګار وکړ.

زه چې نن ددغه استاد هغه له ګواښه ډک پېغور او له پېغور تشه هیله رایاده کړم نو همدغه مې په زړه راګرځي چې زموږ د جګړو فلمي لوبغاړي همیشه ارګ ته د پردیو په اشتباو سپاره تللي او بیا پخپلو اشتباو د ګټلې فتحې له بام او بلۍ په ځمکه رالویدلي دي.

په افغاني تهذیب کې یوه لویه نېمګړتیا پکې دا ده چې د مسائلو او ارزښتونو پر سر ځانته حریف او مخالف پیدا کوي او کله چې د حریف سره په اینډه کې ولویږي نو مسائل او ارزښتونه یې له یاده وځي یواځینی شی چې په میدان کې یې د مقابلې انګیزه جوړوي هغه د حریف ماته او بس.

او چې کله افغاني سیاستوال خپل حریف مات کړي هغه ورسره جوخت ماتیږي ځکه د هغه د تحرک او فعالیت انګیزه د حریف ماتول وه د حریف په شا لیدلو هغه د مسائلو او  ارزښتونو ټوله سلسله له یاده باسي په پاتې ژوند او سیاست کې هغه د کړې سوبې او ګټلې فتحې د خوندي کېدو نه کاملا یو بېګانه عنصر باندې بدل شي.

په همدغه کابل کې چې اوس هم ددغه ناکامو تجربو او بایللو فتحو په مخکښانو ډک دی بیاهم ارګ او کابل پکې د امریکا او افغاني حریفانو ماتونکي طالب ته سترګې په لاره ده.

موږ چې ددې ټولو خوږو تجربو د عملي ناکامو فتحو د ترخو ګوټونو تر ستوني راغلي یو زموږ پکې لویه مشغولتیا همدا ده چې د یو ساده کلیوال په شان ووایو:
شکر چې امریکا ماته شوه….خدا دې له دې هېواده پردیان ورک کړي.

له دېنه تېر په یو انچ فاصله کې داسې هیله، داسې پلان، داسې دوستان او مشران مو تر سترګو نه کیږي چې د مذاکراتو وروسته کابل به د چا کابل وي کابل چې موږ د هر چا په اقتدار کې یو ځل تجربه کړی.

زه په وروستي ځل د مذاکراتو افغاني طرفونه مخاطب کوم چې تاسې دغه د بایللو فتحو قبرستان ارګ ته دا ځل سیاسي ژوندي انسانان راولئ او که د تېرو مړو تجربو په منځ کې یوه بله او تر هغې بده انتخابوئ چې د شورویانو د وتلو هغه ترخه ماجرا پکې بیا تکرار کړي.

زه فکر کوم چې د هیئت طرفونه پکې د حریف د ماتولو او د ځان لپاره د مقام او چوکۍ پیدا کولو هوس هومره مصروف کړي وي چې زما او زما په شان د یو ملیون نورو مظلومانو هوشیار باش به د هغوی تر غوږو ونه رسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x