افغانستان

فراه کې امنیه قوماندانۍ ته نږدې چاودنه شوې/انځورونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ زمري، ۱۳۹۹ل): نن ماځیګر۶:۳۰ دقیقې شاوخوا په فراه ښار کې امنیه قوماندانۍ ته نږدې «زوروره» چاودنه شوې.

د فراه ولایت د والي مرستیال «محمد شعیب ثابت» وايی،د امنیه قومندانۍ مخې ته د پولیسو پر رېنجر موټر چاودنه شوې او مرګ ژوبله یې اړولې؛ خو تر دې دمه یې کره معلومات نشته.

په ورته وخت کې د فراه ولایت د ولایتي شورا غړی «دادالله قانع» وایي، د چاودنې هدف د امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال «عبدالقادر» و.

نوموړي که څه هم د «عبدالقادر» د وژل کېدو یا ټپي کېدو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو په خبره يې،  په چاودنه کې څلور عسکر وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

ازاد خبریال «بلال سروري» بیا د عیني شاهدانو او  یوه امنیتي چارواکي له قوله لیکلي، چې په دې برید کې پنځه عسکر وژل شوي او یو بل ټپي دی.

تر دې دمه د پېښې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخستی.

Image

Image

Image

Image

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x