نظــر

سلیمان لایق

حفيظ الدين پيرزاده

د لایق جنازې وښودہ چې لا ھم پر افغانستان د کمونستانو پاتې شوني حاکمان دي او پخواني مجاھدین یې ھم تر رعب لاندې دي.

د کمونست دوستم پر اوږ‎ہ مجاھد عبدالله د مارشالۍ ھغه نښان ټومبي چې د ورکولو سپارښتنه یې مجاھد سیاف او کرزي کړ‎ې وہ!!
د کابل ادارہ چې ځان د افغانستان اسلامي جمھوریت بولي د ھغه چا جنازہ په خورا شاندارو مراسمو خاورو ته وسپارله چې پر اسلامي ارزښتونو له سرہ باورمن نه و!

د لایق پر تابوت ھم ھماغه کلیمه غوړ‎یدلې وہ چا چې خپل ټول عمر د ھغې سپکاوي ته وقف کړ‎ی و!

لایق د روسي اشغال ملگری و، بیا د روس له ماتیدو پس د ھغه غرب پر اخور څریدہ چې ھغه پخپله تورہ ارتجاع بللی و!

لایق د شوروي یرغل ھر مخالف ملا پنجابی باله، جنازہ یې ھم د امریکایي اشغال یو ځیرہ خور ملا تر سرہ کړ‎ہ!

د قبر پر سر یې د ھغه فکري ملگري د افغانستان د اسلامي جمھوریت (!) د اطلاعاتو او فرھنگ وزیر او ځینې نور لوړ‎ پوړ‎ي چارواکي حاضر ول!

د لایق د جنازې داسې دروند استقبال مې ذھن څو میاشتې شاته یووړ‎؛ کله چې د کابل ادارې ستر او جیّد عالم د امریکایي اشغال حامي ملا کشاف په حق رسیدلی و نو نه یې د جنازې شاندار مراسم و او نه یې کوم لوړ‎ پوړ‎ی چارواکی په قبر حاضر و، بلکې مړ‎ی یې د ھغه کلیوالو د الله عزوجل حساب او کتاب ته په خاورو ور منډہ!
دا د کابل ادارې ځیرہ خورو ملایانو او د غربي اشغال حامي عالمانو ته د خطر زنگ دی!

د دوی ھیڅ یو تر کشاف ستر عالم نه دی او نه د دوی کوم یو د پردیو د حضور مشروعیت ته تر ھغه ډیر دیني توجیھات پیدا کړ‎ي!

خو بیا ھم چې مړ‎ شو، په دین دنیا کې پړ‎ شو؛ نه د کابل ادارې او نه اشغالگرو د یوہ توت په اندازہ اھمیت ورکړ‎!

پښتانه وایي: لوښې ( یو قسم بوټی چې د ویالو پر غاړ‎ہ کیږ‎ي ) د خپل قام بد غوښتل، سر یې په اوبو کې وچ شو!

زہ د کابل ادارې علمای کرامو ته پیغور نه ورکوم او نه یې د شان توھین کوم بلکې عذر ورته کوم، ځولۍ ورته غوړ‎م، سر ورته سرتورم او ورته وایم:
د لایق او کشاف له جنازو څخه اندازہ لگولی شئ چې اشغالگر او د ھغوی پر لاس جوړ‎ہ شوې ادارہ تاسې ته په کوم مقام او منزلت قایل دي؟!

که له دین څخه د ناوړ‎ہ گټې اخیستنې خبرہ نه وي، که ستاسې په ظاھري جوړ‎ښت او دیني علم د ولس غولونې پروسه نه وي؛ په والله که مو نه ژوندي ته معاش او ځیرہ ورکړ‎ي او د مړ‎ي قدر مو د کشاف پر جنازہ در قیاس کړ‎ئ!

ستاسې صف جلا او د ھغوی جلا دی؛ علماء د علماو په صف کې ښه ښکاري، خپل صف وپیژنئ او :
څپلۍ په پښو کړ‎ہ ترې راوځه!
تا د دله په کور کې څه لیدلي دینه

حفیظ الدین پیرزادہ
د اکست ۱۲/ ۲۰۲۰ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

محترم پیرزاده صاحب د پیرزوینی ښه سپارښته مو ورته کړیده خو مرغه هغه سره الوزی چی بڼه یی سره ورته وی .
دا علماء سو تر پخوانی کمونسټانو او اوسنی سیکولرانو ډیر بد او خطرناک دی او تر هغو په آسانی سره کولای سی چی ظعیف الایمانه خلګ خطا او ګمراه کړی .

غ.حضرت

د ښادۍ سې ته پیرزاده صیب. کاشکی دی لږ انتظار ایستلی وای او د سلیمان لایق په هکله دی فقط یوه لیکنه کړې وای. لومړنۍ لیکنه دی هم معقوله وه او که هغه لیکنه دی نه وای کړې نو دا لیکنه دی نوره هم معقوله وه، په هر حال، احساسات ګاهاً د عینی پېښو د څرنګوالی سره مستقیمه اړیکه لری، ګومان می دا دی چی تا فکر نه کاوه چی د سلیمان مړئ به په دومره سپین سترګی د ځینو سپین سترګو په سترګو د تابوت سره ور ننوځی. خبره خو دا ده چی استعمار ګران هم د دریمی نړۍ… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x