افغانستانسولې اړوند خبرونه

«عبدالله او غني د سولې د وزیر د ټاکلو په تړاو په اختلاف اوښتي»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ زمري، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د طالب بندیانو د خلاصون د حکم لاسلیک کولو د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته هیلي زیاتې کړې؛ د کابل حکومت دوه ونډه وال «اشرف غني او عبدالله» د سولې په چارو کې  د دولت د وزیر ټاکلو په تړاو په اختلاف اوښتي.

د عبدالله عبدالله تر ریاست لاندې د مصالحې شورا ویاند «فریدون خوځون» وایي، د عبدالله له لوري «مصطفی مستور» د سولې په چارو کې د دولت وزارت لپاره وړاندیز شوی؛ خو اشرف غني یې نه مني.

نوموړي طلوع نیوز ته ویلي « د اختلاف یو ټکی دادی، چې اشرف غني غواړي مصطفی مستور په اقتصادي برخه کې کار وکړي؛ خو هغه د سولې په چارو کې د دولت وزیر ټاکل شوی.»

په ورته وخت کې ارګ بیا دې اختلافاتو ته په غبرګون کې وایي، چې د کابینې غړي باید قوي سیاسي  پشتوانه ولري.

یاده دې وي، چې د عبدالله او غني تر منځ د توافق له لاسلیکېدو درې میاشتې تېرېږي؛ خو لا هم دواړه لوري نه دي توانېدلي د ټاکنو په برخه کې خپلمنځي اختلافات حل او کابینه بشپړه کړي

د اشرف غني او عبدالله تر منځ د شوي سیاسي توافق په اساس، ۱۱ وزارتونه «د کابینې پنځوس سلنه»، ۱۴ ولایتونه، ۱۰ سفارتونه، ۱۰ د سنا چوکۍ، پنځه خپلواکې ادارې او دوه کلیدي معینیتونه د عبدالله عبدالله په سهم رسېدلي؛ خو تر دې دمه د نوموړي له لوري وړاندیز شوي کسان ارګ نه دي ګمارلي.

د حکومت د دوو ونډه والو اختلافونه داسې مهال دي، چې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، ښایي په نږدې ورځو کې د کابل مذاکراتي ټیم د بین الافغاني مذاکراتو په هدف دوحې ته ولاړ شي او هلته له طالبانو سره وغږېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

ځنی احمقان بیا وایی چی پاک او سپیڅلی طالبان دی د دی مردارخورو او بی کفایتو غلامانو سره په ګډه دولت جوړ کړی ، دا هیله به ټوله غلامان او د هغو طفیلیان خاورو ته د ځانو سره یوسی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x