لیکنېنظــر

طالب ویاند مجاهد؛ او د بین الافغاني مذاکراتو او حل ډیزاین کونکې مرکه!

استاد محمد زمان مزمل

ما کیدای شي دغه طالب ویاند په ټول عمر کې نه وي لیدلی او زه له بده مرغه له ویاندانو ښې خاطرې نه لرم ځکه یو خو د نورو خبرې کوي او بل په شرقي تهذیب او بیا په کابل کې زیاتره ویاندان د خپل فهم او وظیفې نه پورته نخرې لري.

بیاهم ما نن د شمشاد له ستانکزي سره د طالب ویاند مجاهد صاحب د مرکې یوه برخه په ولاړې واوریدله او زه عادتا تبصرې او خبرونه په ولاړې اورم ولې د مجاهد صاحب ځوابونو تشویق کړم چې په سړه سینه ورته کېنم.

پدې وخت کې چې طالب او طالب مشران د خپل سیاسي امتحان د دویم دور په اول پړاو کې دي خدای شته چې هغه د خپل ماما عبدالصمد په حساب مې زړه ولوید چې دې بلا پوښتنو ته به د طالب ویاند او بیا پدې حساس وخت کې څه ولري او څه به ووایې؟

مرکه ډیره اوږده او هر اړخیزه وه او ما د اول ځل لپاره په مٌلا او طالب کې دغسې د سړې سینې د لرونکي انسان ځوابونه واوریدل او تر ډیره ترې متاثر شوم ،مرکه په مجموع کې د راتلونکو مذاکراتو په اړه او د راتلونکي حل په اړه د طالب ویاند مجاهد صاحب ښه ډیزاین کونکي وه.

زه چې د یو لښکر کابلي لوستو په قطار کې بیاهم اندیښنې لرم چې طالب خبر لوڅي به د خپل شل کلن حریف سره مذاکرات څنګه پیل کوي او په حساسو مسائلو کې به د طالب مطرح کونکي او بحث کونکي زاویه له دغو کابلي ټیم چې له جهاني شریکانو سره شل کاله راغلي د هغوی سره به مسائل څنګه پیل او بحث ته ږدي ،د مرکې د ځوابونو په لړ کې مې دا درک کړه نننی طالب چې د پروني طالب سره د یوه اوږد جنګي چتر لاندې د امریکا سره د تړون دمه ځای ته راورسید دا په خپلو کې ډیر توپیر لري.

ماله ځان سره ویل که دا سوالونه او په دې اوږد تسلسل کې د ډیرو نورو ویاندانو سره بحث ته وړل شوي وای نو تر شپږ ځلو به زیات پکې په ځواب او تحلیل کې د عادت مطابق د شلغمو د تٌول ترازو ته تللي وای.

کیدای شي والله اعلم له امریکا سره په مذاکراتو کې چې طالب او امریکا پکې تر حد زیات متفاوت حریفان وو طالبانو د همدغسې سوړ ولې رسۍ نه خوشې کونکي تعامل کې تړون ته رسیدلي وي.

له مجاهد صاحب یې وپوښتل:
چې له امریکا وروسته بین الافغاني مذاکرات متعدد جزیات او پېچلي مسائل لري فکر نه کوئ چې دا به له امریکا سره د مذاکراتو په پرتله ډیر سخت او پېچلي وي؟

مجاهد صاحب په یوه خوږه لوړې لهجه کې وویل:
نه، موږ له امریکا سره دوه لوی مسائل درلودل ولې پخپلو کې ډیر لیرې حریفان وو خو له افغانانو سره هومره ډیر مشترکات لرو د وینې، مذهب، ملي ګټو مشترکات د شریکې جغرافیې مشترکات او داسې نور.

زه خپله دغه ځواب ډیر متاثر کړم او بیا چې هغه په ورته او نورو ځوابونو کې د شته مسائلو په حل کې د افغانیت او اسلامیت د مشترکاتو په حساب دا روحیه تکرار اوریدونکو ته ترزیق کړه چې موږ د مسائلو په حل نور پخپلو کې یو ملت یو او تېره ماضي په اسانۍ هیرولی شو.

په مجموع کې مجاهد صاحب راتلونکي مذاکرات او راتلونکی سیاسي حل موږ د کابل په سیمنټي بالاحصارو کې رابندو ته هاغسې ډیزاین کړ چې له دې مخکې د اشرف غني  لخوا د لویې جرګې شریکوالو د اشرف غني د بندیانو د وروستۍ ډلې د خوشې کولو پېچیده عملیه اسانه ډیزاین کړه
دا پکې د یوې سیاسي مصاحبې په حساب یو په نیک پال اخیستونکې مرکه باید ومنو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
روشنفکر

نن تکی اسیا د طالبانو یو تبلیغاتی رسنه او د هغو د پروپاگندا وسله په مجازی فضا کی ده

جمیل

د پاکو زړونو ، د علم او پوهی خاوندانو د ډیییرو ملایانو او طالبانو کرامو د سړی سینی ځوابونه اوریدلی دی .
بیا هم ښه زیری دی چی یو واری خو مو د طالب سړه سینه او علم ولیدی ، بیا هم آفرین .

غ.حضرت

هم الله هم رسول الله هم فطرت هم سالم بشر او هم سالمه ټولنه د سړې سِنې د خبرو تر څنګ د سړې سِنې او تودو مثبتو کړنو توصیه هم کوی بناً یوازی د پستې او خوږې ژبی درلودل او کارول کفایت نه کوی بلکه ټولی خواوی او سولی ته تږئ فرد فرد افغان باید په عمل کی خپل خوږوالی او پوستوالی ثابت کاندی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x