نظــر

مهاجر سېکان؛ او د یو دروند تهذیب تشه!

استاد محمد زمان مزمل

پرون مې په یوه تلویزوني راپور کې هند ته د افغاني سېکانو او هندوانو د مهاجرت خواشینونکی داستان واورید او دا مې هم پکې اوریدل چې ځینې بېچاره سېکانو او هندانو پکې دا ویل:
هېڅ چېرته نه ځم دا مې وطن دی.

زه چې د شوروي د اشغال په مهال د افغاني سېکانو د مخالفت او له مجاهدینو سره د ویاړلې همکارۍ سوابق له ځان سره لرم زه ځکه دغې تبصرې خواشینی کړم.

یوه هندو چې د مجاهدینو سره یې د بلا همکارۍ وروسته وطن پرېښود زاهدان ته ولاړ هلته په زاهدان کې زاهدان هندوانو له هغه نه وغوښتل چې له هغوی سره کور ته ولاړ شي هغوی دغه افغانی هندو وهڅاوه چې له موږ سره لاړ شه هلته به بیا درمسال ته هم لاړ شې،
افغاني هندو په خندا ولې په جدي لهجه هغوی ته وویل:
چې د مجاهدینو سره پاتې کیږم ماته د مجاهدینو دفتر او درمسال هیڅ فرق نلري.
او په دې جذباتي ځواب یې افغاني او ایراني حاضرینو ډیر وخندل.

افغاني هندوان له ډیر لرغوني تاریخ نه زموږ د هېواد په مرکز او ولایاتو کې لږکي لري او همېشه یې په عزت ژوند کړی په تېرو تحولونو کې چې خپله افغانان په خپلو کې په سیاسي مخالفتو کې په بلا کړاونو کې لویدل افغاني سېکان او هندوان دواړو مخالفو طرفو ته محترم او بې پرې پاتې کېدل، دا چې د مجاهدینو په کابل کې څه ډول خلک راغلل او د بلا نورو کلتوري ورانو ویجاړو په لړ کې ددغه مذهبي لږکیو سره د سوله ایز ژوند تهذیب ړنګ کړ دا پکې هغه تشه ده چې زموږ د ملت د سیاسي تاریخ سره اړخ نه لګوي.

تاسې که په کابل کې د هندوانو په کور قبضه کونکي او یا د هندوانو په درمسالو او جلسو حمله کونکي په غور وپیژنئ خپله به پوه شئ چې ددغې تشې ریښې چرته دي.

هغه چې ددغو مظلومانو کورونه یې په زور نیولي او هجرت ته یې اړ کوي هغه د افغانستان د سیاسي تهذیب سره بې رابطې کورنۍ او لږکي دي او هغه چې د جهاد په پلمه دغه هندوان او سېکان زوروي هغوی هم په لیرې پاکستان کې د یوه پردي هېواد له متن نه پارول شوي ډلې او سړي دي.

افغانستان داسې یو هېواد دی چې په پښتني کندهار کې شیعه لږکی په پیړیو کې په امن کې اوسیدلي او د پکتیا په قومي جغرافیه کې تاجک اقلیت همېشه د عزت ژوند درلوده.

د یوه تاریخي افغانستان په هیله چې موږ پکې په هندوستان کې په اقلیت مسلمان هندو ظلم تفسیر او توجیه نکړو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

یوه عینی کیسه را یاده سوه البته زه ژورنالیسټ او خبرنګار نه یم چی د پېښو دقیقه نېټه هم را ته معلومه خو فقط اصلی موضوع می په یاد ده چی یادونه ئې کوم ، مطمئناً د ګرانو لوستونکو په حافظه کی به هم تر اوسه دا پېښه ثبت او ضبط وی ، کیسه دا سی وه: حامد کرزی د خپل ریاست په دوهمه دوره کی د هند هیواد ته په رسمی سفر تللی ؤ. په هند کی د مولانا کلام آزاد په اړه یوه غونډه ترتیب سوې وه، کرزی ته هم پدې غونډه کی د ګډون بلنه ورکړه سوې… نور لوستل »

pattang

لنډ ! د مسلمانانو په زاړه جومات چې مودي منافق درمسال جوړوي او هندوان یې هرکلی کوي نو خد به د مسلمانانو نفرت له هندوانو څخه راپورته کیږي !!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x