واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

د ټرمپ اداره د حاجي بشیر نورزي پر آزادولو غور کوي

نن ټکی اسیا (پنج شنبه، ۲۳ زمري، ۱۳۹۹ل): د ټایم مجله لیکي د ټرمپ حکومت غواړي چي حاجي بشیر نورزی له بنده آزاد کړي. ټایم لیکي چي طالبانو له امریکا څخه د حاجي بشیر نورزي د آزادولو مطالبه کړېده. 

ټایم لیکي د ټرمپ اداره غواړي چي د طالبانو دې غوښتني ته مثبت جواب ووايي. دغه راز،‌ د ټرمپ حکومت هڅه کوي چي د ګوانتانامو وروستی افغان بندي هم آزاد کړي.

ټایم د اګست پر ۱۲ مه لیکي چي خلیلزاد هم د حاجي بشیر نورزي د آزادولو سپارښت کړیدی. 

ټایم لیکي چي د ناټو ځیني هیوادونه باور لري چي ټرمپ غواړي له افغانستانه مخکي له مخکي ووځي. د ناټو یو چارواکی وايي«موږ د امریکا سره یو ځای افغانستان ته ولاړو،‌او پرته له هغوی هلته نه سو پاته کېدلای.» 

ټایم لیکي د کابل حکومت اکثره چارواکي ګومان کوي چي ټرمپ به یو دم له افغانستانه ګرده امریکايي عسکر وباسي، او هغوی به طالبانو ته خوشي کړي. 

ټایم لیکي د کابل اداره د امریکا په انتخاباتو کي د جو بایډن کامیابي ته دعا کوي، ځکه هغوی باور لري چي ښايي جو بایډن د تروریزم سره د مقابلې لپاره څه امریکايي عسکر په افغانستان کي پرېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx