شعـــــرونه

خوږې،خوږې…!!/سپين کوچی

سپين کوچی

رانغلې پر موږ بیا هغسې شپې خوږې،خوږې
یاران چې وکړي یو بل ته کیسې خوږې،خوږې

سهار چې بۀ سرې سترګې زنګېدو را زنګېدو
یادیږي مې د ژمي شوګیرې خوږې،خوږې

موږ ټول عمر پۀ تېر ژوند پسې کړی دی ارمان
چې نمانځو یې پۀ اوښکو خاطرې خوږې،خوږې

رنځورې مورې جار دې لۀ هنره چې کوې
د ستړي ژوند کیسې پر خوند خوږې،خوږې،خوږې

سبق بۀ مې ښۀ زده ؤ بیا یې هم پر مخ وهلم
پر ما بۀ یې کړو تېر ( الف،بې،تې) خوږې،خوږې

اوس هم داسې خواږۀ،خواږۀ (یاران) لرم چې ورشم
کړي ګډې راته شاتو کې شېدې خوږې،خوږې

پۀ داسې هنر واړوي ستا یاد یو سپین کوچی
کړي جوړې لۀ لغاتو نه جملې خوږې،خوږې

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x