نړۍ

په وزيرستان كې دنښتو له امله ګن شمیر ملکي او عسکري وګړو ته مرګ ژوبله رسیدلی

pakistani_check_postنن ټکی آسیا: د شمالي وزيرستان نه د دولتي ادارې د يو چارواکي په وينا د جمعې او شنبې په مينځنۍ شپه د يولسو بجو وروستو ناپېژندل شوو وسله والو د غلام خان اوميرام شاه د سړک د سرګردان پر چوک باندي د پاکستاني عسکرو په پوسته د درنې وسلې بريد وکړ ـ چې له امله ئې په پوسته کښې موجود دوه عسکر سخت ژوبل شول ـ

ددې پېښې نه وروستو د ميرام شا د قعله او د غرونو د سرونو د پوستو نه عسکرو څلورو لورو ته د وسله والو پر ضد د توپو ځوابي ګوله باري پېل کړه  ـ چې تر څو ساعتونو پورې د دواړو خواوو نه د يو بل پر ضد د ګوله بارۍ د تبادلې لړۍ روانه وه ـ چې يو ګوله يي پۀ ماچسې کښې پۀ يو کور راپرېوتې ده اود دو ه ګولې پۀ ضد کښې پۀ ميرام شاه بازار کښې يو شخصي روغتون او يو مسافر خانه راغله.

د ميرام شا ه نه د اېکشن کمېټۍ مشر سېکتر شېر زالي وزير ددې پېښې پۀ اړه وايې چې پۀ ماچسې کښې چې پۀ يو کور باندي کومه ګوله راپرېوتې ده پۀ دې کښې يو ماشومه  او يوه زنانه وژل شوې دي او يو ماشوم او نورې درې زنانه ژوبل شوے دې  او پۀ مسافر خانه کښې هم عبدالقادر نومي تن ژوبل شوے دے.

پۀ دې اړه مو چې کله پۀ ميرام شا کښې موجود اېجنسي سرجن ډاکټر محمد راوف نۀ وپوښتل نو هغوي اووې  چې د ميرام شاه دولتي روغتون ته پينځۀ ټپيان او دوه لاشونه راوړل شوي ووـ دوي داهم وويل چې پۀ شخصي روغتون (شوال ميډيکل سنټر) چې کومه ګوله را پرېوتې ده ـ د هغې له امله د اپرېشن پۀ خونه کښې اور لګېدلے دے او دري تنه ، کريم  ، محمود او محمد الرحمان پکښې ژوبل شوې دي ـ

دادې پېښې نه وروستو پۀ سيمه کښې موجودې د امن کمېټۍ هڅې پېل کړې دي چې پۀ راتلونکو کښې د دغسې پېښو مخ نيوے وکړي.

ددې ترڅنګ د جمعې او شنبې د شپې پۀ اخري برخه کښې د جنوبي وزيرستان پۀ تحصيل لدا سام سيمه کښې هم وسله والو د پاکستاني عسکرو پۀ پوسته  بريد کړے دے ـ چې له امله ئي پۀ يوسته کښې موجود يو عسکر پۀ موقعه وژل شوے او درې نور ژوبل شوي دي ـ چې وروستو ژوبل شوي عسکر پۀ سم لاسي توګه د درملنې د پاره پۀ هيلي کاپټر کښې د بنو پو ځي روغتون ته وراسول شول ـ دولتې سرچينې داهم دائي چې د عسکرو پۀ ځوابې ډزو کښې درې وسله وال طالبان وژل شوي او څلور ژوبل شوي دي

بلې خواته پۀ جنوبې کښې حالات يو ځل بيا د کړکېچ لوري ته روان دي او دسيمې خلق غواړي چې بېرته د خپلو سيمو نه نورو محفوظو ځا يونو ته کډې يو سي.

ګوهر وزیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x