لیکنېنظــر

سوله او سيالي

محمد يعقوب نائل

که نظر وکړو، نو زموږ او ستاسو افغاني ټولنه په ډېرو شيانو کې د يو بل سره ضد کوي، کله د نېکۍ په کار کې د يو بل سره ضد کوي، د نېکۍ په کار کې يې د ضد دا لړۍ کله دومره دوام وکړي چې ځان ته (په ښکاره) پوره تاوان ورسوي، (ليکن په حقيقت کې اصلي گټه همدا وي) خو دين او وگړو ته يې پوره گټه وي.

او کله بيا په بدی کې هم د يو بل سره ضد کوي چې په نتيجه کې يې ځان ته هم تاوان رسولی وي او مقابل لوري ته هم، په حقيقت کې دا د دين او دنيا دواړو تاوان دی.

خو نن مو په داسې يو شي کې سيالۍ ته رابولم او ستاسو پام ورته را اړوم چې زموږ ټوله افغاني ټولنه ورته سترگې په لار ده، که هغه د هېواد بزگر دی، که تاجر دی، وړوکی دی، ځوان دی، که بوډا دی، وړه ماشومه ده، مور ده او که خور يا لور ده، د هېواد کونډه ده، بوره ده او که شنډه، يتيم دی، که مسکين دی او که شتمن دی.

تاسو پوهېږئ چې زه درته څه شی يادوم؟

هغه څه چې هر افغان يې د څلوېښتو کالو راهيسې په ارمان دی، ويل کيږي دغه ورکې کوترې (سولې) اوس زموږ خواته تازه پروازونه شروع کړي دي، د دغې ورکې کوترې د راتلو په هيله هر افغان دی.

هر کډوال په پردي هېواد کې د الله تعالی په اسرې په دې اميد شپه سبا کوي چې گوندي سبا شي، په هېواد کې مو د سوکالۍ غږ شي، ټول افغانان په يو دسترخوان باندې کښيني، وطن کې امن شي.

د مرمۍ له شرنگه وېرېدلي کوترې يو ځل بيا د هېواد د غرونو په شنو لمنو کې د ازادی سندرې ووايي، د ختيځ څخه يې تر لوېديځ او د شمال څخه يې تر جنوب پورې په سړه سينه پروازونه وکړي.

زموږ د هېواد هر وگړی ارمانجن دی، عادي وگړي دي، که چارواکي دي، قلموال دي، که شاعران دي، آن د هېواد مارغان هم په ازادانه ډول د الوت ارمان لري.

ددې ټولو ارمانونو پوره کوونکی يو لوی مهربان ذات دی.

اې ربه! ته خو مو وينې چې موږ د خوشحالۍ ورځې نه دي ليدلي، موږ په خپل ژوند کې د ډېرو سختو ازموينو سره لاس او گرېوان شوي يو، ته مو نور له ازمويښتونو څخه وژغورې!!

ته زموږ د ازموينې ښه پايله راته وښيه!

خدايه! ته مو د سولې خوب په رښتيا باندې بدل کړه، ته د ارمانونو پوره کوونکی ذات يې، سوله مو نصيب کړه چې د يتيم ښه پالنه وشي، د غريب غږ واورېدل شي، مشرانو ته مو اتفاق ورکړه.

موږ افغانانو ته اوس ددې توفيق راکړې چې په سوله کې سيالي وکړو، يو بل ته بخښنه وکړو، يو بل ومنو، تېر هېر کړو، په راتلونکي باندې فکر وکړو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx